خبرونهنړۍ

فلسطیني ماشومان؛ د ژوند تر ټولو سختې تېروي

نړۍ، د کب ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې وروستۍ شمېرې، چې الجزیرې خبري شبکې خپرې کړي، ښيي چې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست پوځ ترمنځ روانې څه باندې پنځه میاشتېنۍ جګړه او دغې جګړه کې د اسرایلي ځواکونو په بې رحمه هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۲ زره ۳۰۰ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي او دغه راز ۸ زره ۶۶۳ تنه ټپیان شوي دي.

دغه راز په اشغالي سیمو کې هم شاوخوا ۱۱۳ تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

باید وویل شي، چې غزه کې د لوږې له امله د مړه شویو ماشومانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی او همدارنګه سلګونه زره نور ماشومان بیا له کمو خوړو، د سرپناه نه شتون، د جګړې له وېرې او نورو ستونزو سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته