فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې یو اسرایلي سرتېری وژل شوی

نړۍ، د کب ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو صهیونست پوځ نن یکشنبې غزه کې د خپل یو بل سرتېري د وژل کېدو او د درې نورو هغو د سخت ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دې سره په روانه مخامخ جګړه کې د وژل شویو اسرایلي سرتېرو شمېر ۲۳۵ او د تېر کال د اوکتوبر پر اوومه د حماس په ناڅاپي برید کې د وژل شویو صهیونست پوځيانو په ګډون د ټولو هغو شمېر بیا ۵۳۵ تنو ته رسېدلی دی.
د روانې جګړې پر لومړۍ ورځ(اوکتوبر اوومه) د حماس په یرغلیز برید کې ۳۰۰ صهیونست سرتېري وژل شوي وه.