سیاستخبرونهټولنهTOP

فطرت: په افغانستان کې د بشر حقوق خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي

کابل، د تلې ۵ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت هغه ګونګسې په کلکه رد کړې، چې اسلامي امارت یې د جنسیتي تبعیض تورن کړی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د ځینو هېوادونو او جهتونو له لوري د افغانستان اسلامي امارت د بشر د حقوقو په نقض او جنسیتي تبعیض تورنول بې ځایه دي.
فطرت زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بشر حقوق خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه کېږي.
نوموړي همدارنګه ویلي:( متأسفانه داسې هڅه روانه ده، چې د یو شمېر ښځو په خوله په افغانستان پسې پروپاګند وشي او وضعیت ناسم وښي.)
د یادونې وړ ده، چې ملا حمد الله فطرت دغه څرګندونې له هغه ورسته کړي، چې پرون د کاناډا،‌ اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د یوې خبري غونډې پرمهال اسلامي امارت پرجنسیتي تبعیض تورن کړ او ګواښ یې وکړ، چې په دې تړاو به د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
دوی همدارنګه ویلي؛ چمتو دي، چې په دې تړاو لومړی د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته