کابل باختر د کب د مياشتې ١١:
دملی شورا دمشرانوجرګې رییس فضل هادی مسلم یار،نن دافغانستان دولسي یوالی خوځښت د بهیرد مشر اویو شمیر غړوسره وکتل.
دملی شورا دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې په داسې حال کی چی دمجلس منشی اویوشمیرسناتورانوهم ګډون درلود،عبدالوکیل عشرتی وویل چي دابهیردهیواد په کچه د۱۵۲بنسټونو اولسګونوقومی شوراګانوڅخه جوړشوی اوموخې یی دحکومت اوملت ترمنځ دواټن له منځه وړل اودکارموندنې،پوهنې او روغتیاپه برخه کې دچارواکودپاملرنې جلبول دي.
ورپسې ددې بهیریوشمیرنوروغړوړدخپلوسیمه ایزو ستونزودیادولو په ترځ کی يي د بامیانو په ولایت کې دتاجک میشتو وګړودحقونو ترپښولاندې کول، دبغلان د دوشي په ولسوالی کې د نا امنیو له امله دبامیانو ولایت دمواصلاتي لارې تړل کیدل،دمیدان وردګوولایت په پوهنې ریاست کې فساد،په ځینوخصوصی لوړوزدکړوموسساتوکې دزیات فسادموجودیت،دزدکونکوله سویې څخه دپوهنې وزارت دتعلیمی نصاب اوچتوالی،په کندز او ځینو نورو ولایتونوکې د ډاډمن امنیت نشتون اوځینې نوروستونزوڅخه یادونه وکړه اوپه دې اړه دمشرانوجرګې درییس د مرستو غوښتونکې شول.
دمشرانوجرګې رییس دیاد بهیردغړیودپیوستون څخه خوښي څرګنده کړه اوپه هیواد کې یی دمیشتو وروڼوقومونوترمنځ په یوالی دټینګارترڅنګ وویل ځوانان به په راتلونکي کې دهیواد دجوړولومسؤلین واوسی اوباید هغه اشخاصوته اجازت ورنکړل شی چی ددوی داحساساتوڅخه منفی ګټه پورته کړي اوهم اړینه ده چی ځوان نسل په پوره یوالی دجنګ ځپلي افغانستان په پرمختیا اوودانۍ کې فعاله ونډه ولري.
همدارنګه مسلم یار دخپلو خبرو په دوام زیاته کړه چی مشرانوجرګه دهیواد دټولواوسیدونکې په چوپړکې ده اوله دوی څخه یی وغوښتل چي خپل وړاندیزونه اوشکایتونه په لیکلي ډول دمشرانوجرګې ددارالانشالوی ریاست ته واسپاري اوهم یی ددارالانشالوی رییس سیدحفیظ الله هاشمی ته دنده وسپارله چی دافغانستان ولسي یوالی خوځښت بهیر وړاندیزونه اوشکایات توحید اودمشرانوجرګې مقام ته دې وړاندې کړي.
2 1 دقیقه لوستل