روغتیا

فضل هادي مسلميار په جنګلک کې په نشه يي توکو د روږدوکسانو د درملنې درې سوه بستريز روغتون وکوت

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٦ :
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د عامې روغتيا، د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د چارو د وزيرانو په ملګرتيا په داسې حال کې چې يوشمير سناتوران او د مشرانو جرګې ددارالانشا لوى رييس هم حاضر وو؛ دکابل ښار په جنګلک کې د نشه يي توکو د روږدوکسانو ددرملنې درې سوه بستريز روغتون وکوت .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د سنامجلس رييس دنشه يي توکو د توليد او قاچاقو پرخلاف  دجدي مبارزې، د روږديتوب دمخنيوي او د روږدوکسانو د درملنې د اړتيا په باب دخبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې ډاکتران بايد په انساني او اسلامي انګيزې سره  دنشه يي توکو په روږدوکسانو په درملنه او بياروغتيا کې پرله پسې هلې ځلې وکړي چې هغوى د خپلې ټولنې او کورنۍ په فعالو اشخاصو بدل شي .
وروسته مسلميار د سنا مجلس دځينو غړو او د دغو وزيرانو په ملګرتيا ددغه روغتون بېلابېلې برخې او بستري ناروغان،  د درملنې بسترې، د ډوډۍ خوړولو خونه، د خوراکي توکو زيرمې او د دغه روغتون نورې برخې وکتلې او د سنا مجلس رييس د روږدوکسانو د درملنې په لاره کې د ميلمنو په وړاندې له خپلو شخصي پيسو څخه  له دغه روغتون سره نغدي مرسته وکړه .
وروسته  دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل  دغه روغتون ته دمشرانو جرګې رييس د ورتګ  او دنغدي مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه او روږدوکسانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په باب دمعلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل: له نشه يي توکوسره مبارزه او په هغو د روږديتوب مخنيوي ملي او نړيوالې هلې ځلې او ژمنه غواړي خو سره له دې هم تيره اوونۍ په نشه يي توکو نږدې ٨٠ تنو روږدوکسانو په دغه روغتون کې بيا روغتيا ترلاسه کړه او دخپلو کورنيو تودې غيږې ته ستانه  شول .
ددغې کتنې په پاى کې ددغه روغتون رييس او يوشمېر ډاکترانو د تشکيل او بودجې د زياتوالي او  دامبولانسونو  اودليږدونکو وسايطو دزياتوالي په باب خپلې ستونزې او وړانديزونه طرحه کړل او ويې ويل: هغه يوه ټوټه ځمکه چې ددغه روغتون د ودانۍ ترشا پرته ده او دماليې وزارت ملکيت دى؛ ددغه روغتون په واک کې دې ورکړاى شي.
د مشرانو جرګې رييس د طرحه شويو وړانديزونو له اوريدو وروسته ددغه روغتون د منسوبينو او د عامې روغتيا د وزيرې د هڅو او هاندله امله د قدردانۍ په ترڅ کې ټينګار وکړچې دغه وزيران دې د روغتون د مسوولينو غوښتنې د کابينې په غونډه کې طرحه کړي او هم يې ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د اړوندو کميسيونونو له لارې به د هغوى وړانديزونه د دوى له قانوني صلاحيتونوسره سم تعقيب کړي .
ديوبل خبرله مخې :
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د امريکا د سفارت له سياسي قونسل سره وکتل .
په دې  کتنه کې لومړي نايب په هېواد امنيتي حالت او دجمهوري رياست د دويم پړاو د انتخاباتو د بهير په تامينولوکې دامنيتي ځواکونو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل: داسې هيله شته چې دخلکو په پراخ ګډون سره دجمهوري رياست دويم پړاو انتخابات په ښه توګه ترسره شي .
دغه راز ايزديار د دويم پړاو په انتخاباتو د نړيوالې ټولنې په څارنې باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په پراخې څارنې سره به په انتخاباتوکې دتقلب مخه ونيول شي.
وروسته  د امريکا دسفارت سياسي قونسل وويل چې موږ دهيڅ يو نوماند ملاتړ نه کوو. خو د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره به له افغان امنيتي ځواکونوسره مرسته وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته