امنیت

فضل هادي مسلميار د هيواد د ولايتي شوراګانو له رييسانو سره وکتل

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميارنن د هيواد د ولايتي شوراګانو له رييسانو سره د ملي شورا په مقرکې وکتل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د مشرانوجرګې د اداري هئيت غړو، ځينو سناتورانو او دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې مسوولينو هم برخه لرله؛ د ولايتي شوراګانو د ستونزو او غوښتنو په باب مشورتي خبرې وشوې.
په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د مشرانوجرګې د دارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي هم حاضر وو، د سيمه ئيزو ارګانونو د اداري معين عبدالمتين بيک د سيمه ئيزو ادارو د شفافيت او ځواب ورکولو په لاره کې د ولايتي شوراګانو د رول په باب د خبرو په ترڅ کې د ولايتي شوراګانو په قانون کې د نظارت  د کلمې د ځايولواو د سيمه ئيزو ارګانونو په ارتباط ددغو شوراګانو د بودجوي استقلاليت په باب پيشنهادونه وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د هرات د ولايتي شورا رييس د ولايتي شوراګانو د رييسانو په استازيتوب د شوراګانو د نظارتي صلاحيتونو د حذف  په باب د ولايتي شوراګانو په قانون کې  د حکومت د نويو تعديلونو په طرحې باندې نيوکې وکړې او ويې ويل: که چيرې د دغې شورا نظارتي صلاحيتونه جذب شي؛ په سيموکې دهغوى رول له منځه ځي او ولايتي شوراګانې خپل مفهوم له  لاسه ورکوي.
  دغه راز نورو ويناوالو هم له ملي شورا په تيره بيا له سنامجلس څخه غوښتل چې  د دغه قانون د تعديلونو د تصويب په وخت کې دې د شوراګانو نظارتې حق او د ولايتي شوراګانو د غړو امتيازونه او امنيتي مصوونيت په پام کې ونيسي.
دغه راز دوى په دې ترڅ کې چې په خپلو پيشنهادي تعديلونوپه باب ټينګارکاوه؛ د ولايتي شورا د رييس کاري موده دوه کاله او د ولايتي  شورا د مرستيال او منشي کاري موده د دغه قانون په تعديل کې د يو کال لپاره ګټوره او اغيزمنه وبلله .
  دغه راز  د نورستان د ولايتي شورا رييس ددغه ولايت د والي له خوا د نورستان د ولايتي شورا د ځينو غړو د معاشونو د نه اجرا کيدو له امله انديښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د سنامجلس دهمکارۍ غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په ولايتووکې د خلکو د ژوندانه په بېلابېلوبرخوکې دولايتي شوراګانو رول ارزښتناک وباله او دسيمه ئيزو حکومتونو په عمليونوڅارنه يې دخلکو د خپلواکۍ او د ښې حکومتوالۍ په مانا وبلله او ويې ويل چې د مشرانو جرګې له دريو برخو څخه دوه برخې غړي له ولايتي شوراګانو څخه معرفي شوي دي چې موږهم په تيرو وختونوکې د شوراګانو د طرحو او وړانديزونو ملاتړ کړى دى او له دې وروسته به هم د شوراګانو دغړو د نظارتي حق د تحقق اود هغوى د مصوونيت او امتيازونو په برخه کې همکاري وکړو.
  مسلميار د ولايتي شوراګانو د رييسانو او غړو د امنيت تامينول اړين وبلل او  د مشرانوجرګې د ولايتي شوراګانو د مصوونيت او امتيازونو کميسيون ته يې دنده وسپارله چې د ولايتي شوراګانو د غړو امنيتي مسئلې دې د کورنيو چارو وزارت له جګپوړو امنيتي مقاماتو سره او د دوى نورې غوښتنې له حکومتي مقاماتو سره طرحه کړي.
دغه راز د سنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديارهم دخبرو په ترڅ کې د ولسواکۍ په لاره کې د ولايتي شوراګانو رول مثبت وباله؛ طرحه شوې غوښتنې يې پرځاى وبللې او د هيواد له نافذو قوانينو سره سم يې د حکومت له خوا د هغوى د غوښتنو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته