ټولنه

فضل هادي مسلميار د سرپل ولايت د ځينو اوسيدونکو ستونزې واوريدې

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميارنن د سرپل ولايت د ځينو اوسيدونکو ستونزې واوريدې.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې يو تن د نورو په استازيتوب د خپلو ستونزو د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل: د دوى هغه  ځمکې چې د ملکيت شرعي سندونه هم لري؛ د سيمه ئيزو زبرځواکونو له خوا غصب شوې دي او د خپلو ستونزو دحل کولوغوښتنه يې وکړه .
دمشرانوجرګې رييس دتپل شويوجګړه دناوړواغيزو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د دوى د ستونزو دحل کولو لارې چارې به د اړوندو ارګانونو له مسوولينو سره په غونډوکې ولټوي .
دغه راز فضل هادي مسلميار ديوې غونډې په ترڅ کې د بګرام د جيل د قوماندان  جنرال غلام فاروق بارکزي دکړو وړو رپوټ واوريد او د ده د خدمتونو په درناوي يې د مشرانوجرګې ستاين ليک ده ته ورکړ.
دغه راز د مشرانو جرګې رييس د ملي دفاع وزارت د روغتيايي قوماندانيت د قوماندان ډاکتر موسى وردګ او د دغه وزارت د پارلماني چارو د مسوول محمد انور نظام دوست خدمتونه وستايل او د مشرانوجرګې ستاين ليکونه يې هغوى ته هم ورکړل.
د يوبل خبر له مخې: د مشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارنن په داسې حال کې چې د احصايې د مرکزي ادارې د رياست مرستيال هم حاضر و؛ د دغې ادارې د يو شمېر  ولايتي آمرانو ستونزې واوريدې.
په دې غونډه کې د پنجشير، لوګر او د پکتيا د ولايتونو آمرانو د نورو په استازيتوب د خپلو بـستونو د تنزيل، د ترانسپورتي روغنياتو د تخصيص  د نشتوالى او د دوى د ظرفيت د لوړولو په لاره کې د احصايې د مرکزي ادارې کمې پاملرنې په باب خپلې ستونزې طرحه کړې.
دغه راز په غونډه کې ددغې ادارې مرستيال د هغوى دستونزو په باب د توضيحاتو د وړاندې کولوپه ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د ١٣٩٣ مالي کال په بودجه  کې د ولايتونو د آمرانو د ترانسپورت د روغتيا لپاره تخصيص په پام کې نيول شوى دى.
د سنامجلس لومړي نايب د خبرو په ترڅ کې د هغوى د ستونزو په حل کولو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې موضوع د حل لارې چارې د ولايتونو له آمرانو سره د احصايې د مرکزي ادارې د مسوولينو په ګډه غونډه کې لټوي.
دغه راز دسنامجلس لومړي نايب د بغلان پوهنتون له رييس سره دکتنې په ترڅ کې  د ده کړنې وستايلې او د ځوانانو د تحصيلي کچې د ښه والي او ودې په لاره کې د اسانتياوو د برابرولو په کارکې د هغوى د زياتو برياليتوبونوهيله يې وکړه .
دغه راز ايزديار د هرات ولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې له رييس او د دغه ولايت د غوريانو ولسوالۍ له ولسوال او د پروان ولايت د پوليسو اکاډمي له قوماندان سره د خپلوجلاجلاکتنو په ترڅ کې ددغو مسوولينو کړه وړه او فعاليتونه وستايل او د دوى د مسووليتونو په اجرا کولو باندې د ټينګار په ترڅ کې د هغوى د لازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.
ديوبل خبر له مخې: دمشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ښار د پوهنې د رييس د کړو وړو د رپوټ له اوريدو وروسته وويل چې پوهنه د ټولنې د ملا تير دى او بايد په شتو امکاناتو سره زياتې هلې ځلې وشي او د دغې  غونډې په ترڅ کې يې د مشرانوجرګې ستاين ليک د کابل ښار د پوهنې رييس ډاکتر محمد سعيد منصور ته ورکړ.
دغه راز دمشرانوجرګې دويم نايب دجلا جلا غونډو په ترڅ کې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د مرستيال محمد ظاهر ولي زاده او د دغې ټولنې د سکرټرجنرال محمدنعيم ديندار کړه وړه دمشرانو جرګې دستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل  او هم د سنامجلس د دويم نايب له خوا د ملي امنيت دلوى رياست دکادر او پرسونل د رييس د خدمتونو  په درناوي د مشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړ شو.
دغه راز حاجي رفيع الله ګل افغان په داسې حال کې چې د بيات مرکز رييس سناتور  احسان الله بيات، د مشرانوجرګې د دارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي او د دغې دارالانشا د پارلماني چارومرستيال شاه سلطان عاکفي هم حاضر و؛ د سنامجلس خدماتي کارکوونکو ته د بيات مرکز د مرستو د ويشلو په ترڅ کې  څرګنده کړه چې د بيات مرکز دغه خيريه اقدام د قدر وړ دى او نور اشخاص او ملي سوداګرهم بايد په دغه شان اقداماتو لاس پورې کړي.
دغه مرستې په داسې حال کې کيږي چې خلک په تېره بيا بې وزلې کورنۍ په دې  سوړ فصل کې له جدي ستونزو سره لاس اوګريوان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته