فضل هادي مسلميار د بدخشان ولايت د درايم ولسوالۍ د خلکوشکايتونه واوريدل
کابل باخترد وري دمياشتې ٣١ :
د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميارنن په داسې حال کې چې د بدخشان ولايت سناتور احمد بشير صميم هم حاضرو، د دغه ولايت د درايم ولسوالۍ د يوناب د سيمې د سين ږيرو او مشرانو سيمه ييزې ستو نزې او شکايتونه واوريدل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په کتنه کې برخه والو ددغې ولسوالۍ د خلکو ځينې ټولنيزې او سيمه ييزې ستونزې طرحه کړې او وې ويل چې ددغې ولسوالۍ د يوناب په سا حه کې يو شمېر زبرځواکو د خلکو د استنوګنې کورونه او شاړې ځمکې او دښتې غصب کړې دي او اصلي خاوندانو ته يې چې شرعي قبالې لري؛ اجازه نه ورکوي چې خپلوکورونو ته ستانه شي او يا په خپلوځمکوکې په کرکيلې لاس پورې کړي او زياته يې کړه: د هغې شخړې له امله چې څه موده مخکې د دواړو لورو ترمنځ رامنځ ته شوې؛ د ځمکې غاصبانو د يوه سړى غوږ پرې کړ او د نورو د ځورونې سبب شول، خو له بيا بياغوښتنې سره سره د بدخشان سيمه ييزه اداره جدي پا ملرنه نه کوي.
د مشرانو جرګې رييس د برخه والو د خبرو په اوريدو سره وويل چې دغه موضوع به د کورنيو چارو، عدليې او دکرنې او اوبو لګولو د وزارتو نوله معينانو، د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له مرستيال اوځينونورو مسوولينو سره طرحه کړي.
دغه راز فضل هادي مسلميار د هيواد د شمال د سيمو له يو شمېر دينې عالمانو سره وکتل.
په دې کتنه کې يو تن د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او وې ويل چې ديني عالمان تل د ديني لارښوونو او د محمد غراشريعت د پلي کولو لپاره د افغا نستان د خلکو په خد مت کې دي. دوى د آزادې سيالۍ د بهير له لارې په پوهنتونونو او ښوونځيو کې د ديني عالمانو ټاکنه سخته و بلله او د مشرانو جرګې دپاملرنې غوښتنه يې وکړه اوهم يې د سنا مجلس له مشرتابه څخه وغوښتل چې د انتخاباتو په قانون دغور په وخت کې چې ټاکل شوې ده د ولسي جرګې له خوا د سنامجلس ته وليږل شي؛ دځينو ولسواليو د حدودو دټا کلوپه باب دګوندونو فيصدي لکه څنګه چې په اوسنيو شرايطوکې ځينې ګوندونه په افغا نستان کې پراخ بنسټه شوې نه دي او په نورو مواردوکې پاملرنه وکړي.
مسلميار د ديني عالمانو د نظريو او ستونزو له اوريدو وروسته څرګنده کړه چې ديني عالمان دمسلمانو خلکو حقيقي او رښتيني خادمان دي چې د منبرونو او جوماتونو له لارې په خپلونصيحتونو او تبليغاتو سره خلک په اسلامي شريعت خبروي او ژمنه يې وکړه چې دمشرانو جرګې د مشرتابه هيئت دخپلو قانوني دندو او صلاحيتونو په چوکاټ کې دټولو خلکو په تيره بيا دديني عالمانو په خدمت کې دي او د دوى غوښتنو او وړانديزونو ته به په خپلو کاري لومړيتوبونوکې ځاى ورکړي.
دغه راز د مشرانو جرګې منشي سيد فرخ شاه جناب په مسکوکې د ميشتو افغان مهاجرينو د نړيوالې اتحاديې له رييس اخترمحمدصافى سره و کتل.
په کتنه کې د دغې اتحاديې رييس د هيواد د مهاجرينو د حالت په باب معلومات ورکړل اوو ويل چې افغان مهاجرين دخپل تاريخي ، فرهنګي اواسلامي هويت د ساتنې په خاطرپه مسکوکې د يو فرهنګي مرکز د جوړولو غو ښتنه کوي او هم يو شمېر افغان کادرونه دخدمت لپاره هيواد ته د راستنيدو هيله لري.
د مشرانو جرګې منشي د افغان مهاجرينو وړانديزونه پرځاى وبلل او ژمنه يې وکړه چې د اړوندوکميسيونونو له لارې به د دوى دفرهنګي مرکز دجوړولو او کارموندلو موضوع د مهاجرينو د راستنولو د چارو، اطلاعاتو اوفرهنګ او د بهرنيو چارو له وزيرا نو سره طرحه کړي.