ټولنه

فضل هادي مسلميار د افغانستان د ځوانانو د اتحاديې له استازو سره وکتل

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د ملي شورا د مشرانوجرګې رييس  فضل هادي مسلميار نن د افغانستان د ځوانانو د اتحاديې له استازو سره د خپل کار په دفترکې وکتل .
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې يو تن  د نورو په استازيتوب د هيواد په نهه ويشتو ولايتونوکې د دغې اتحاديې دکار او فعاليت په باره کې معلومات ورکړل او د ځوانانو  د استعدادونو د ودې په لاره کې ېې د مشرانو جرګې د ملاتړاو همکاريو له امله مننه وکړه.
مسلميار د دغې اتحاديې د کار او فعاليت له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې  وويل چې د ځوانان فکري ودې او وياړنې ته په پاملرنې سره چې لري يې؛ په اوسنيو شرايطوکې کولى شي د سولې او ثبات د تامينولو او د ټولنې د پرمختګ په لاره کې  ګډ ګامونه واخلي او افغانستان د ترقۍ اوپرمختګ په لور رهبري کړي او ژمنه يې وکړه چې د مشرانو جرګه د قانون او دخپلو قانوني واکونو په چوکاټ کې د هيواد له ځوان قشر سره په راتلوونکې کې  هر راز مرستې اوهمکاري ته  چمتو ده.
دغه راز دمشرانوجرګې لومړى نايب محمد علم ايزديار نن دملي پوليسو دمسلکي ښوونې او روزنې په لاره کې د کورنيو چارو وزارت د يو شمېر منسوبينو کړه وړه  وستايل .
په دې کتنه کې دملي پوليسو د روزنيزمرکز تدريسي مرستيال دملي پوليسو  د روزنيزو کورسونو د جوړولو د اړتيا په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغه مرکز د جوړيدوله وخت څخه تراوسه پورې د افسرانو او سرتيرو په ګډون نږدې درې پنځوسو زرو تنو په اته څلويښتو ډول ډول کورسونو کې مسلکي زده کړې  کړې دي او هم د پارلمان د محافظت دکنډک په قوماندانۍ پورې اړوند نږدې يوسلو دوو تنو وکولى شول د پوليسو په دوه مياشتنيوکورسونوکې په برياليتوب سره زده کړې وکړې .
وروسته  دسنا مجلس لومړي نايب په داسې حال کې چې ځينې سناتوران او د ملي شورا د امنيتي چارو رييس هم حاضر و؛ د ملي پوليسو د روزنې او مسلکي کولو په لاره کې ددغه شان کورسونو د جوړولو د ارزښت او اغيزمنتوب په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د ملي پوليسو منسوبين د هيواد نازک حالت ته په پاملرنې سره د امنيت د تامينولو، د پولو د ساتنې، د قانون د واکمنۍ د تنفيذ په تېره بيا د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د تياري په لاره کې زيات مسووليتونه په مخکې لري چې د دغه شان کورسونو جوړول کولى شي دغه بهير پياوړى کړي.
په پاى کې د مشرانوجرګې لومړي نايب دملي پوليسو ديو شمېر افسرانواوښوونکو کړه وړه چې د ملي پوليسو په مسلکي کولوکې يې وړتيا ښودلې وه؛ وستايل او د مشرانوجرګې ستاين ليکونه يې ورته ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته