کابلباختردميزان١٤
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار پرون دکونړ له والي شجاع الملک جلاله سره د ملي شورا په مقرکې وکتل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : په دې کتنه کې دکونړ والي په دغه ولايت کې دامنيتي حالت ، دپرمختيايي پروګرامونو دتطبيق دپوهنې دحالت او د روغتيايي خدمتونواود جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دراتلونکو انتخا باتو دترسره کولو په خاطر دښو امنيتي تياريو په باب معلومات ورکړل .
وروسته د مشرانو جرګې رييس داتلونکي ملي مشر په ټاکنه کې د خلکو رول ارزښتناک و باله اوڅرګنده يې کړه چې د دغه ولايت مسوولين دې د جمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو درا تلونکو انتخاباتو په بهيرکې دخلکو دپوهاوي او فعالې ونډې اخستنې په مقصد لازم تدبيرونه ونيسي او آسانتياوې برابرې کړي.
1 1 دقیقه لوستل