فضل هادي مسلميار دملګرو ملتو دسازمان په امنيت سازمان کې دبهرنيو چارو دوزير دغوښتنې هرکلي وکړ
کابل باختر د تلي دويمه
دسنا مجلس درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ دملي شورا دمشرانو جرګي دافغانستان په خاوري دپاکستان دراکټي بريدونو دبندولو په باب دملګروملتو دسازمان له امنيت شورا څخه دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت د غوښتنې هرکلي وکړ اوملاتړ يې څرګند کړ .
دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په پيل کې دسنا مجلس رييس او نورو سناتورانو دهيواد دبهرنيو چارو وزارت ددغه اقدام په هرکلي سره دافغانستان ددولت اودملګروملتو له سازمان څخه دموضوع له تعقيبولو سره او دافغانستان په کورنيو چارو کې دپاکستان د نورو څرګندو او پټو لاس وهنو دبندولو غوښتنه وکړه .
په غونډه کې وويل شول چې دپاکستان پرخلاف د افغانستان اعتراض ډير ناوخته وشو . په داسې حال کې چې په يو نيم کال کې نږدي شپږ زره توغندي دهيواد په سرحدي سيمو توغول شوي دي او په لسګونو تنه وژل شوي دي اوپه زرګونو تنه نور بې کوره شوي دي .
دغه راز خبر داري ورکړ شو که چېري امنيت شورا دغي موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړي نړيواله ټولنه او هم دامريکا لوري چې له افغانستان سره يې ستراتيژيک تړون لاسليک کړي دي . په دې باب هماغه شان بې توپيره پاتي شي دهيواد له ګوټ ګوټ څخه دافغانستان ملت به حاضر وي چې په خپله ددغو تيريو پرخلاف ودريږي او دخپل هيواد دحريم په هره بيه چې وي دفاع وکړي . دغه راز ټاکل شوې وه چې دکانونو او دښار جوړولو دچارو وزيرانو دمشرانو جرګي په نننۍ غونډه کې ګډون وکړي او دغړو پوښتنو ته ځواب ووايي چې ددوى نه ګډون دانتقاد وړ وګرځيد او څرګنده شوه چې دغه وزيران دې دقانون په اطاعت داستجواب په مقصد په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي .
دمشرانوجرګي دلومړى نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ دغونډي په بله برخه کې سناتور خان محمد الله يار په نړيوال کنفرانس ( دالکترونيکې پارلمان) کې ايټاليا ته د مشرانو جرګي هيئت رپوټ وړاندې کړ او په رپوټ کې الکتروني کېدو ته دافغانستان دپارلمان داړتيا وو ، دهيواد دعمومي حالت او دافغانستان په چارو کې د ګاونډيو هيوادونو دلاس وهنو په باب دمشرانو جرګي لومړي نايب له خوا دوينا داورولو او دهيئت دفعال ګډون او ددغه کنفرانس تر څنګ دايټاليا دجمهور رييس له مرستيال ، داى پي يو له سکرتر جنرال او دعمان ، هند ، پاکستان . ايران ، فنلند ، اردن او دعراق دهيوادونو له پارلماني هئيتونوسره دهيئت دکتنې يادونه وشوه چې دعلاقې وړ مسئلو په باب خبري شوي دي .
دغه رازپه غونډه کې داټومي تروريزم دهشت ګري ) دعملونو دغندلو لپاره د ١٩٦١ کال دنشه يي توکو ديوازني تړون اصلاحي پروتوکول او نړيوال کنوانسيون چې دنړيوالو چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې تر تدقيق اومطالعې لاندې نيول شوي و دسناتورانو شهناز غوثۍ او نجيبې حسيني له خوا وړاندې شول او درايو په اکثريت تصديق شول او هم دشهيدانو اومعلولينو دچارو دحقوقو او امتيازونو دقانون دتعديلونو طرحه غونډې ته معرفي شوه .
دغه راز دغونډې په ازادو خبرو کې ددريو تنوملايانو له خوا دغزني ولايت په جاغوريو ولسواليو کې په صحرايي ډول ديوې پنځلس کلنې نجلۍ په وهلو سخت انتقاد وشو او ددغې پيښې دعاملينو په نيولو اومجازاتو باندې ټينګار وشو اوهم په غونډه کې دغوربند ، ميدان ښار او غزني په ساحو کې دمواصلاتي لارو دبنديدو چې مخالفين زياتره لارويان له موټر څخه ښکته کوي او وژنې يې اويا په بيلابيلو ډول يې ځوروي او تراوسه پوري داړوندو مراجعو له خوا اغيزمن تصميمونه نه دى نيول شوي او دکاپيسا ولايت په څو ولسواليو او دپروان او پنجشير په ولايتونو دسيلاونو له امله درسيدلو تاوانونو ، دبورس ورکوونکو هيوادونو په ښه بورسونو ته دمحصلانو په ټاکنه کې دهغوى دلاسوهنې او دهيواد دبهرنيو چارو وزارت دنه اقدام يادونه وشوه اوهم په دې وروستيو وختوکې دځينو واليانو بدلونونه سمبوليک وبلل شول او څرګنده شوه چې په څو محدودو اوونيوکې په فارياب ولايت کې دوه تنه واليان ټاکل شوي اوبدل شوي دي او غوښتنه وشوه چې بدلونونه او ټاکنې دې بايد په داسې ډول وشي چې دافغانستان داداري لپاره ګټور وي نه سمبوليک ، په پاى کې دغه موضوعګانې دڅيړنې په مقصد اړوندو کميسيونونو ته وړاندې شوې .
دغه راز په غونډه کې دملي شورا ددواړو مجلسونو له غړو سره دعامې روغتيا وزارت ديو خيل چلند په باب ددغه وزارت ځوابيه ليک ولوستل شو او په دې برخه کې دانډول داصل ډاډ ورکړ شو .