سیاست

فضل هادي مسلمياردننګرهارولايت دمعترضونوماندانوشکايتونه واوريدل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

کابل –باختر د غبرګولي پنځمه نېټه

د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د يو شمېر معترضو نوماندانو شكايتونه واوريدل

دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

 . په دې كتنه كې دوي د روان كال د وري دمياشتې دشپاړسمې نيټې د ټولټاكنو د بهير او په دې ولايت كې د رايې وركونې د پرانيستومحلاتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې كړل ويې ويل : د ټولټاكنو په هغو سايټونو كې چې د دې ولايت په لري پرتو سيمو كې جوړ شوي وو؛درغلي اوتقلب شوي دي ، خو د ټولټاكنو خپلواك كمېسيون د دې ولايت د جلال آباد ښار ته څيرمه د رايې وركونې مركزونه قرنطين كړي دي ، په داسې حال كې چې په دغو مركزونو كې د جمهوري رياست د نوماندانو رايې نه دي قرنطين شوي او د كمېسيون له خوا يې د خپلو رايو د بيا شمېرنې غوښتنه وكړه. د مشرانوجرګې رئيس د خبرو په ترڅ كې د ټولټاكنو د اهميت او د وري دمياشتې د شپاړسمې نېټي د ټولټاكنو د ترسره کيدو په اړه رڼا واچوله ، زياته يې كړه چې د رايې وركونې په مركزونو كې د خلكو پراخ ګډون د دموكراسۍ ارزښتونو ته د خلكو داعتماد او باور ښكارندوي دي او د دې ارزښتونود تحقق په خاطر خلكو د ملي يووالي ترسيوري لاندې له قومي ، ژبنيو او مذهبي اړيكو پرته، د خپلې خوښي وړ نوماند ته رايي وركړي . مسلم يار د دې ملي بهير د پړاونودسرته رسولوپه هكله هم څرګندونې وكړې ، څرګنده يې كړه چې معترضين كولاى شي خپل شكايتونه د شتو اسنادو او مداركو سره يوځاى د ټولټاكنو د شكايتونو كمېسيون ته د څېړنې په موخه وړاندې كړي. د يو بل خبر له مخې د ديني ، فرهنګي ، پوهنې او د لوړو زدكړو د چارو دكمېسيون په نننۍ غونډه كې ،تاټكل شوې وه چې د كابل ښار د ښوونځيو د ستونزو په اړه خبرې وشي ، خو د كابل ښار د پوهنې رئيس نننۍ غونډې ته حاضر نه شو، چې دددغه نه ګډون دسناتورانوله لوري تركلكې نېوكې لاندې ونيول شو او د كمېسيون غړو وپتيله چې دى دې د ښوونځيو د ستونزو د حل لارو چارود موندلو په موخه د كمېسيون راتلوونكې غونډې ته حاضر شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته