کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن د سوداګرۍ او صنايعو د وزير د کړو وړو رپوټ واوريد.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په کتنه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزير محمد شاکرکارګر د دغه وزارت د برياليتوبونو او پروګرامونو په باب د معلوماتو د وړاندې کولوپه ترڅ کې وويل چې دغه وزارت په ١٣٩١ کال کې د شپيتو پلورنځيو له لارې اوبلن ګاز په کابل ښاريانو ويشل چې دغه شمېر په ١٣٩٢کال کې سلو پلورنځيوته لوړ شو او هم يې په١٣٩١ او ١٣٩٢ کلونوکې د مکروريانونو د دولسو زرو اپارتمانونو د تودولو په لاره کې په کال کې درې زره ټنه اوبلن ګاز تدارک کړى و.
وروسته د سنامجلس رييس په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد
د کميسيون رييس انجنيرمحمددين همدرد هم حاضر و؛ په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختيا او د اقتصادي سکټور د انکشاف د ارزښت په باب رڼا واچوله او ددغه
وزارت د طرحه شويو پروګرامونو او ستراتيژيو د تطبيق دسالم مديريت په لاره کې يې د محمد شاکر کارګر کړه وړه وستايل او د مشرانو جرګې ستاين ليک يې د سوداګرۍ او صنايعو وزير ته ورکړ او د هغه د لازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه .
دغه راز فضل الهادي مسلميار د مسکراتو او دنشه يي توکو د جرمونو پرخلاف دمبارزې د اختصاصي څارنوالۍ له لوى رييس سره د جلا کتنې په ترڅ کې ددغې څارنوالۍ کاري اجراات دستاينې وړ وبلل او د مشرانو جرګې ستاين ليکونه يې په
جلاجلا ډول دمسکراتو او دنشه يي توکو دجرمونو پرخلاف دمبارزې داختصاصي څارنوالۍ لوى رييس څارنپوه يارمحمدحسين خيل او د دغې ادارې يوه څارنوال
محمداظهرالله ننګيال ته ورکړل چې د هغوى له خوا د کور ودانۍ په ويلو سره ومنل شول.
0 1 دقیقه لوستل