سیاست

فضل الهادي مسلميار دنيمروز دولايتي شورا له رييس اوغړو سره وکتل

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٨ :

دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن دنيمروز ولايت  دولايتي شورا له رييس اوغړو سره دملي شورا په مقر کې وکتل.

دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبروکړ.

په کتنه کې دنيمروز دولايتي شورا رييس نجيب الله ناصر دخپلو ستونزو او وړانديزونو دبيانولو په ترڅ کې وويل چې دامنيت  اودګمرکاتو دلوړو عوايدو له شتون سره  سره  داړوندو ارګانونو مسوولينو  دانکشافي پروژو بيا جوړولو ته پاملرنه نه ده کړې  اوخلک دڅښاک داوبو دنشتوالي له امله ځوريږي   اودنيمروز ولايت خلک  دبريښنا انرژي ، باکيفيته پوهنې ، معياري روغتيايي خدمتونو ، دولسواليو دسړکونو پخولو .، تحصيلي بورسونو ته  دمحصلانو استولو  اودوګړو سرشميرنې ته جدي اړتيالري .

 دغه راز ده غوښتنه وکړه چې دکمال خان بند دجوړولو کار دى ګړندي شي  او دغه ولايت  دى  دويمې درجې ته لوړ کړاي شي .

دمشرانو جرګې رييس  دهغوى دستونزو له اوريدو وروسته وويل چې په ټول هيواد کې  دوګړو سرشميرنه ددولت اوخلکو اساسي اړتياده  خو  دهيواد په ځينو ولايتونو کې عملي کيدل يې دناامنيو له امله سخت کار دى اوبايد دمسوولو مرکزونوله خوا په ټول افغانستان کې ددقيقي اوعادلانه سرشميرنې زمينه ًبرابره شي .

مسلميار  دهغوى له نورو غوښتنو سره  داړيکي په ترڅ کې ژمن  شو چې دعملي کولو لاري چاري يي له اړوندو ارګانونوسره دمشرانو جرګې د کميسيونونو له لارې لټوي اوهم به  دولايت دلوړوالي په باب دهيواد له جمهوررييس سره خبرې وکړي .

دغه راز دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار  دننګرهار ولايت دناصرو دقومي شورا له استازوسره   په داسې حال کې  وکتل چې سناتور مکرم خان ناصر هم  حاضرو.

په کتنه کې يوتن برخه وال دنورو په استازيتوب دخپلو سيمه ييزو ستونزو په باب خبرې وکړې او دهغو دحل کولو په لاره کې يې دمشرانوجرګې دهمکاري غوښتنه وکړه.

وروسته دسنامجلس رييس په اوسنيو تاريخي شيبو کې دخلکو دستونزو په باب خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې  طرحه شوي ستونزې به دحکومت له اړوندو ادارو سره طرحه کړي .

ديوبل خبرله مخې  : دمشرانو جرکې لومړي نايب محمدعلم ايزديار له خپلو موکلينو سره د کتنې په ترڅ کې دهغوى ستونزې ياداشت کړې اودحل کولو په لاره کې يې دهمکاري ژمنه و کړه .

په دې کتنه کې  دکابل ښاروالۍ  داساسي ساختمانونو د کنترول درييس دغوره خدمتونو اوکړو وړو له امله  چې دپنجشير ولايت په مرکز  کې په ټولګټو چارو کې کړي دي  ددغه ولايت دسناتورانو ملامحمدفيضي  اوليلما احمدي په شتون  مننه اوقدر داني وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته