فضل الهادي مسلمياردهرات دولايتي شورا له ځينو غړو سره وکتل

کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :
دمشرانو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار نن دهرات دولايتي شورا ديوشمير پخوانيوغړو په ګډون ددغي شورا له ځينو غړوسره وکتل.
په دې کتنه کې ددغي شورا پخواني رييس احمدحيدر زاده دنورو په استازيتوب دپوهنې ، لوړه زده کړو ، دپوليسو دتشکيل دکمښت او دځينو نورو مواردو په برخو کې خپلو ستونزو ته اشاره وکړه او ويي ويل چې څلور سوه ښوونځي لاتراوسه پورې ودانۍ ته اړتيالري اوهم ددغه ولايت پوهنتون دنجونو ليليله نه لري .
دغه راز ده دپراخ اداري فساد يادونه وکړه او زياته يي کړه چې نږدي سل زره جريبه دولتي ځمکه دځمکي دمافياله خوا چې ويل کيږي دولتي مقامات هم پکي ونډه لري داديرو په گډون غصب شوي اوزياته يي کړه چې دهرات د جامع جومات په ترميمولو کې هيڅ راز اقدام نه دي شوي .
دمشرانو جرګي رييس دهغوي ستونزې پرځاى وبللي او زياته يي کړه چې اداري فساد او ددولتي اوعامه ځمکو غصب دهيوادپه ګوټ ګوټ کې له جدي ستونزو څخه دي اوبايد ددغو دوو شرموونکو پديدوپرخلاف دافغانستان خلک او دولت داسلام دمبين دين دحکمونو اوديووالۍ اوهمکاري دروحيې په پام کې نيولوسره غوڅه مبارزه وکړي او ژمنه يي وکړه چې ددغه ولايت ستونزې دمشرانو جرګي داړوندو کميسيونونوله لاري تعقيبيږي او دغه راز دهيواد له جمهوررييس سره په غونډه کې به هم طرحه کړو.
ديوبل خبرله مخې دمشرانو جرګي لومړۍ نايب محمدعلم ايزديار نن دهيواد دځينوولايتونو دولايتي شوراګانو له رييسانوسره دغونډې په ترڅ کې دامنيتي حالت اودهغوي دکاري ستونزو اوخنډونوپه باب دهغوي رپوټونه واوريدل .
په دې غونډه کې دوي په وار سره دخلکو دستونزو دبيانولو په ترڅ کې څرگنده کړه چې په اړوندو ولايتونو کې دامنيتي مسووليتونودليږدونې دپروګرام په پاى ته رسيدوسره بايد دبيارغاونې پروژي پيل شوي واي. خودحکومت مسوولو ارګانونو تراوسه پورې په دي لاره کې اغيزمن ګامونه نه دي اخيستي . دغه راز دوي دولايتي شوراګانو دبودجي کمښت او دخپل امنيت دتامينولو په لاره کې دګټورو تدبيرونو نشتوالي له نورو چلنجونو څخه وبلل او غوښتنه يي وکړه چې دمشرانو جرګه دي دولايتي شورا ګانو په قانون کې دپيشنهادي تعديلونو دتصويب په ګړندې کولو کې خپل رول ادا کړي او هم وويل شول چې دولتي رسنې په تيره بيا ملي راډيوتلويزيون دولايتي شورا ګانو دفعاليتونو په اړوند خبرونه نه خپروي .
وروسته محمدعلم ايزديار په ولايتي شوراګانو کې دخلکو داستازو درول په باب رڼا واچوله او ويي ويل چې دخلکو دستونزو په اوارولو کې دولايتي شورا ګانو دغړو هلې ځلې ارزښتناکي دي او ژمنه يي وکړه چې دمشرانو جرګه له دې وروسته زون په زون دهيواد دولايتونو دولايتي شوراګانوغړو ته په عمومي غونډو کې دگډون بلنه ورکوي اوله هغوي سره په سلامشوره کې به دخلکو دستونزو په حل کولو کې لازم تصميمونه ونيسي .