سیاست

فرمان

– کابل باختر د وري ديرشمه :
  دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب دشپږ ويشتمې کاليزې  په مناسبت دمحجوزينو او بنديانو  دمجازاتو دتخفيف  او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  فرمان .
دافغانستان داساسي قانون  دڅلور شپېتمې مادې په  ١٨ جز کې دمندرج حکم له مخې ، دافغانستان دخلکو دجهاد دبرياليتوب د شپږ ويشتمې کاليزې په مناسبت د  ملکي او نظامي  په ګډون دمحکومينو دحجز او بند دمجازاتو تخفيف او بخښنه  چې دمحکمو په قطعي او نهايي حکم  ، محکوم شوي دي ، په لاندې ډول منظورم .
دمحجوزينو دمجازاتو بخښنه او تخفيف  :
لومړي ماده :
١))  دهغو  محجوزينو دمجازاتو پاتې موده چې تر څلورو کلونو پورې په مجازاتو محکوم شوي دي دتيرې شوې  مودې په پام کې نيولو  پرته دې وبخښل  شي او له حجز څخه دې خوښې شي .
٢)) دهغو  محجوزينو دمجازاتو پاتې موده چې د حجز  له څلورو کلونو څخه زيات په مجازاتو محکوم شوي دي په  هغه صورت کې چې دخپلو مجازاتو نيمايي موده يې په حجز  کې تيره کړې وي  ،  وبخښل شي او له حجز   څخه دې خوښې شي .
  ٣))  ددې مادې په   ( ١او ٢)  فقرو کې درج شوي محجوزين چې په دې فرمان کې ددرج شوې  بخښنې  له ښيګڼو څخه نه مستفيد کيږي ،دهغوى دحجز نيمايي موده دې تخفيف شي
دشيدې خور ماشوم لرونکو ښځينه بنديانو اودزيات عمر لرونکو کسانو دمجازاتو بخښنه
  دويمه ماده :
   هغه ښځينه  بنديانې چې څه ناڅه د  ٤٩ کلنۍ يا له دې څخه زيات عمر يې بشپړ کړې وي او يا شيدې خور ماشوم لري او هغه نارينه بنديان چې د  ٥٩ کلنۍ عمر يا له دې څخه زيات بشپړ کړي وي  تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې خوشي شي .
دريمه ماده:
١))  په نه علاج وړ ناروغيو  هغه اخته بنديان چې لاندې شرايط ولري له  بند څخه دې خوښې شي .
  ١_   ددوى معالجه ممکنه نه وي .
٢ _  ناروغۍ يې خپل نهايي تګلورى وهلى وي .
٣_  دهغوى دروغتيا ښه والى او اعاده متصوره نه وي .
٢ ))  ددې مادې په  ( ١)  فقره کې درج شويو محکومينو په نه علاج وړ ناروغيو داخته   بنديانو دتثبيت په منظور په مرکز کې په لاندې ترکيب سره طبي هيئت جوړيږي .
١_  دعامې روغتيا وزارت دمعالجوي  طب  لوى رييس ددريس په توګه
٢_  دملي دفاع وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه
٣_  دکورنيو چارو و زارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص  ډاکتر دغړي په توګه
٤_  دملي امنيت دلوى رياست دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص  ډاکتر دغړي په توګه
٥_  دازادى دسلب په محلاتو دڅارنې دڅارنوالى  درياست استازى دکتوونکي په توګه .
٣))  په نه علاج وړ ناروغيو داخته بنديانو دتثبيتولو په منظور په ولايتونوکې طبي هيئت ددې مادې په ( ٢)  فقره کې  ددرج شويو مراجعو له اړوندو واحدونو څخه  جوړيږي .
دولايت دملي امنيت په اداره کې دمتخصص  ډاکتر دنه شتون په صورت کې ، دروغتيايي چارو رياست يوبل ډاکتر  موظف کوي .
  ٤))  دجيل اداره مکلفه  ده ددې  مادې   په ( ١) فقره کې درج شوي ناروغان طبي هيئت ته معرفي  کړي او دناروغۍ  دتصديق په صورت کې دې  دهغوى سندونه  روغتيايي عالي کميسيون  ته وړاندې کړي .
٥))  هغه محکومين  چې دولايتونو دروغتيايي  کميسيون دتصميم له مخې نه علاج وړ تشخيصيږي دغه محکومين دې دهغوى له سوابقو سره يوځاى مرکزي جيل ته وليږدول شي او په مرکز کې دروغتيايي عالي کميسيون دتصميم له نيولو وروسته دراتلونکو اجرااتو لپاره دفرمان دتطبيق  کميسيون ته سپارل کيږي .
دبنديانو دمجازاتو  بخښنه  او تخفيف
څلورمه ماده :
  ١))  هغه بنديان چې تر څلورو کلونو پورې په بند ، محکوم شوي دي دتيرې شوې مودې په پام کې نيولوپرته  دهغوى دپاتې مجازاتو موده وبخښل شي او له بند څخه دې  خوښې شي .
  ٢))  هغه بنديان چې له څلورو کلونو  څخه زيات تر شپږوکلونو پورې  په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دمودې څلورمه برخه په جيل کې تيره کړي وي دهغوى د مجازاتو پاتې موده دې وبخښل  شي اوله بند څخه دې خوښي شي .
٣))  هغه بنديان چې له شپږو کلونو څخه زيات تر لسو کلونو پورې  په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دريمه برخه مجازات يې په جيل کې تير کړې وي دهغوى پاتې مجازات دې وبخښل شي او له بند څخه دې خوښې شي .    ٤))  هغه بنديان چې ددې مادې په ( ١_ ٢ او  ٣)  فقرو کې په درج شويو کته ګوريو کې نه شامليږي، دهغوى دبند دمجازاتو په موده کې دې په لاندې ډول تخفيف راشي .
  ١_  ددې مادې په ( ١)  فقره کې ددرج شويومحکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند دمودې له څلورو برخو څخه درې برخې .
٢_  ددې مادې په ( ٢)  فقره کې  ددرج شويومحکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند نيمايي برخه .
  ٣)) ددې مادې په ( ٣)  فقره کې ددرج شويو محکومينو په مجازات کې دوه کاله .  ٤))  له لسو کلونو څخه زيات تر شپاړلسو کلونو پورې په بند د محکومينو په مجازاتو کې يو نيم کال .
٥_  له شپاړلسو  کلونو څخه زيات تر ديرشو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې يو کال .
دقطعې  دبند دمجازاتو بخښنه
پنځمه ماده :
  دملي اردو او دملي پوليسو  هغه افسران ، بريدملان ، (ساتنمنان )  او سرتيري ، دملي امنيت دلوى رياست او د  نظامي تشکيلاتو دنورو لرونکو وزارتونو او ادارو منسوبين  چې په اړوندوقطعاتو کې تر يوکال پورې دتنفيذي  بند په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل  بند دمودې نيمايي برخه  يې  په قطعه کې تيره کړې وي ددوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي اوله بند  څخه دې خوښې شي .
  دبخښنې او تخفيف  دمحدوديت او ممنوعيت  حالات
شپږمه ماده
١))  لاندې محجوزين او بنديان ددې فرمان دبخښنې  له ښيګڼو څخه نه مستفيد کيږي .
١_ دجزايي  اجرااتو دقانون د  ٣٥٠ مادې په  ( ٢)   فقره کې  ددرج شويو جرمونو بنديان چې په  ١٣٩٣  کال کې درسمي جريدې په  ١١٣٣ ګڼه کې خپور شوى دى .
  ٢_  دشوکمارى ( قطاع الطريق  ) دجرمونو محکومين .
  ٣_  دجزا دقانون په  (٤٥٥_ ٤٥٦_ او ٤٥٧ )  مادو او دجزا د کود په ( ٧٠١_  ٧٠٢_ او ٧٠٣)  مادو کې ددرج شوې وسله والې  غلادجرمونو محکومين .
  ٢)) لاندې محجوزين  او بنديان ددې فرمان دتخفيف  له ښيکڼو  څخه نه مستقيد  کيږي .
  ١_  له پنځو کلونو څخه زيات دحجز  يا له لسو کلونو څخه زيات دبند په مجازاتو هغه محکومين چې دهغوى دمجازاتو نيمايي  ياله نيمايي څخه زيات دتخفيف او بخښنې دپخوانيو فرمانونو له امله تخفيف شوي وي .
٢_  دتښتونې دجرمونو محکومين ، خو داچې تښتول شوى شخص  خوښې او ترلاسه شوى مال يا ګټه مجني عليه  ته رد شوې وي .
٣_  هغه محکومين چې دعمدي قتل دجرمونو ( له اطفالو پرته )  او داداري فساد دجرمونو دارتکاب په سبب محکوم شوي دي، خو داچې  دقتل په جرم کې دمقتلو ورثه ابرا کړي وي او داداري فساد په جرمونو  کې ترلاسه شوى مال په ګټه اعاده شوې وي .
٤_ داعدام په جزا  هغه محکومين چې دهغوى مجازات  په بند تعديل شوي دي .
٥_  هغه محجوزين   او بنديان چې په حجز  يا بند سربيره دمال په رد يا دتاوان په جبران اوپه نغدي جزا هم محکوم شوي دي، په هغه صورت کې چې ترلاسه شوي مال يا دمحکوم بها وجه يې زيانمن ته ورکړي وي او يا دنغدي جزا نيمايي يې تحويل کړي وي ددې فرمان په لومړى ماده اودڅلورمې مادې په  ( ٤)  فقره کې  د درج شوي تخفيف له ښيګڼو  څخه مستفيد کيږي
  ٣)) دتښتونې اوديرغمل نيونې دجرمونو هغه محکومين چې له شپاړلسوکلونوڅخه زيات تر ديرشو کلونو  پورې دبند په مجازاتو محکوم شوي وي ددې مادې د ( ٢)  فقرې د  ( ٢) جز دتخفيف   له ښيګڼو څخه نه مستفيد کيږي .
٤))   لاندې محجوزين  او بنديان  په دې فرمان کې  ددرج شوي بخښنې  او تخفيف  له ښيګڼو څخه نه مستفيدکيږي .
  ١_  دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي  دبندولو دقانون  په ( ١٧-٢٠-٢١-او  ٢٢)  مادو کې  ددرج شويو  جرمونو محکومين .
٢ _  دجزايي اجرااتو دقانون په  ( ١) ګڼه ضميمه کې ددرج شويو جرمونو او دهغه دتعديلاتو دجرمونو محکومين  .
٣_ دعسکري جزا  دقانون په ( ١٥-١٦-١٧-١٨-١٩-٢٤-٣٤-٣٥او ٣٨ )  مادو  کې  چې په  ١٣٨٧ کال کې درسمي جريدې  په  ( ٩٤٤)  ګڼه کې  خپور شوي او  دعسکري جرمونو دقانون  په  ( ١٥_ ١٧-١٨-١٩-٢٠-٣٧-٣٨ او ٤١) مادو کې دليکل شويو جرمونو  محکومين  چې په  ١٣٦٥ کال کې  درسمي جريدې په   ٦٠٤ ګڼه کې خپور شوې دى .
   ٤_ په  اطفالو دجنسي تيري دجرمونو  محکومين .
  ٥))  هغه محکومين  چې  په روان کال کې يې  دازادى دسلب  په محلاتو کې په اړو دور، ګډوډۍ ، جګړې ، وژنې ،  ورانکارۍ ، تيښتې او په هغو اعتصابونو چې په دغو محلاتو کې  دنظم داخلال  سبب کيږي  يا  يې نشه يي توکي  پيرودلي  يا پلورلي دي  د جيلونو  او توقيف خونو دقانون  د  ٥٢ مادې  دحکمونو  په پام کې نيولو سره  چې په   ١٣٨٦ کال  کې  درسمي جريدې  په ( ٩٢٣)  ګڼه کې خپور شوې دى  ، ددې فرمان  دبخښنې او تخفيف  له ښيګڼو څخه  نه مستفيد کيږي .
دنغدي جزا  بخښنه
اوومه ماده :
  هغه محکومين  چې ددې فرمان  دبخښنې او تخفيف  له ښيګڼو څخه مستفيد کيږي  يا دبند دمودې په بشپړولو سره  په  ١٣٩٦ کال کې  خوښې شوي دي  يا  ددې فرمان له حکمونو سره سم خوښې کيږي  او په حجز  يا بند سربيره په نغدي جزا  هم  محکوم شوي وي  ، ددوى  دنغدي جزا  نيمايي دې  وبخښل شي ، بهرني محکومين  له دې  امر  څخه  مستثنى  دي .
  دحکم قطعيت
اتمه ماده :
  دحکم قطعيت  دقضايي قوې  دتشکيل او صلاحيت دقانون د څلورمې مادې  د ( ١٠) جز له مخې  دمحکمې دحکم  دصادريدو  له نيټې څخه اعتبار لري .
  دحق العبدي  ددعوا  اقامه
نهمه ماده :
ددې فرمان  دحکمونو تطبيق  ،  داشخاصو دحق العبدي  دعوا  داقامې خنډ نه ګرځي .
دښځينه محجوزينو او بنديانو تسليمي
لسمه ماده :
١))  داطفالو داصلاح او روزنې  دمرکزونواو دجيلونو  ادارې  مکلفې دي ، ( نارينه او ښځينه )  محجوزين  او هغه  ښځينه  بنديانې  چې ددې فرمان  له حکمونو سره سم  له حجز يا بند څخه خوښې  کيږي ،  له احوالو سره سم  دهغوى والدينو يا  قانوني ممثل او  يا  شرعي محرمو ته  تسليم کړي .
  ٢))  دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت  مکلف دى  هغو محجوزينو ته  چې والدين ، قانوني ممثل يا شرعي محرم ونه لري  ، په مرکز او ولايتونوکې  داستوګنې  مناسب ځاى  تدارک کړي .
٣))  دښځو دچارو وزارت  مکلف دى  هغو ښځينه  بنديانو ته  چې ددې فرمان  له حکمونوسره سم  له بند څخه  خوښې  کيږي ،  دهغوى په رضايت دهغوى دشرعي محرم تر پيداکيدو پورې  ، په مرکز او ولايتونوکې  داستوګنې مناسب ځاى  تدارک  کړي .
پلي کوونکى مرجع
يوولسمه ماده :
١))  ددې فرمان  دحکمونو  دتعميل په منظور په مرکز او ولايتونوکې  په لاندې ترکيب  سره  دې کميسيونونه  جوړ شي .
  ١_  په مرکز کې دحکمونو په تنفيذاو دبند دبديل  دڅارنې  دڅارنوالى رييس او په ولايتونوکې  داستيناف څارنوالى  رييس ، درييس په توګه .
٢_  دملي امنيت دلوى رياست استازى  ،  دغړي په توګه
  ٣_   په مرکز کې دمرکزي  جيل (  پلچرخي )  رييس  او په ولايتونوکې دبنديانو په برخه کې دجيل آمر  دغړي په توګه .
  ٤_  دمحجوزينو په  برخه کې داطفالو  داصلاح او روزنې  دمرکز آمر دغړي په توګه .
   ٥_  دملي اردو  دبنديانو په برخه کې  دملي دفاع وزارت  استازى دغړي په توګه
  ٦_ دښځينه محجوزينو  اوبنديانو په برخه کې  دښځو دچارو وزارت  استازى دغړي په توګه .
٧_  په اړونده برخه کې دمسکراتو او دنشه يي توکو دجرمونو  داختصاصي څارنوالى  استازى  دغړي په توګه
٨ _  په مرکز کې  دافغانستان دبشر دحقوقو دکميسيون  استازى او په ولايتونوکې  دشتون په صورت کې  ، دغړي  په توګه .
  ٢)) هغه محکومين  چې په تيرو  کلونوکې ،  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دمقام  دتخفيف  اوبخښنې له فرمانونو څخه  ،  ددغو فرمانونو  له ښيګڼو څخه  داستفادې  مستحق دي  ، خو دوى ته  نه دي اجرا شوي دحکمونو په تنفيذ او دبند  دبديل  دڅارنې   دڅارنوالى  رياست دې  دپخوانيو  کلونو  تخفيف  دنورو محکومينو په شان  دهماغو فرمان   دحکمونو سره سم   محاسبه  او اجرا کړي .
  دتخحفيف اوبخښنې په شرطونو دبرابرول  محکومينو  دلست برابرول
دولسمه ماده :
  ١))  ددې فرمان  دتطبيق کميسيونونه  موظف دي  ،  دتخفيف  او بخښنې  په شرايطو  دبرابرو  محکومينو لست  چې ددوى  دمحکوميت  موده  تر پنځو کلونو  پورې وي    ،  په مرکز او ولايتونوکې برابر  او د افغانستان  داسلامي جمهوريت  دلوى څارنوالى  دمنظورى لپاره دې  دڅارنوالى  ادارې ته  وړاندې کړي .  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دلوى څارنوال  له منظوري  وروسته  دتطبيق وړ دى .
٢))  ددې فرمان  دتطبيق  کميسيونونه  موظف دي  ،  دتخفيف  اوبخښنې په شرايطو  دبرابرو  محکومينو لست  چې ددوى دمحکوميت موده  له پنځو کلونو  څخه زيات  تر ديرشو کلونو پورې  وي  په مرکز او ولايتونوکې  برابر او لوى څارنوالى ته دې وليږي . او لويه څارنوالي  مکلفه ده  چې ليږل شوي   لستونه  توحيد  او په ډير لنډ مممکن  وخت کې دې  دمنظورى لپاره  دافغانستان اسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست مقام ته  وړاندې کړي .
انفاذ
ديارلسمه ماده :
دغه فرمان  د  ١٣٩٧ کال د ثور دمياشتې  له اتمې نيټې څخه  نافذ دى .
  ختم _  ف _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته