کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
دحضرت محمد مصطفي (ص ) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دمحجوزينو او بنديانو دمجازاتودتخفيف او بخښنې په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشر ف غني فرمان .
دافغانستان د اساسي قانون د څلورشپېتمې مادې په ١٨ جز کې ددرج شوي حکم له مخې ، دحضرت محمد مصطفي (ص) دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دملکي او نظامي په ګډون دمحکومينو دحجز او بند دمجازاتو تخفيف او بخښنه چې دمحکمو په قطعي او وروستي حکم محکوم شوي دي ، په لاندې ډول منظورم .
دمحجوزينو دمجازاتو تخفيف او بخښنه :
لومړى ماده :
١)) دهغو محجوزينو دحجز پاتې موده چې دحجز تر دريو کلونو پورې محکوم شوي دي ، دتېرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ،وبخښل شي او دحجز څخه دې خوشى شي .
٢)) دهغومحجوزينو دحجز پاتې موده چې دحجز له دريو کلونو څخه زيات محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل حجز نيمايي موده يې په جېل کې تېره کړې وي وبخښل شي او له حجز څخه دې خوشى شي .
٣)) ددې مادې په (١- ٢) فقرو کې درج شوي محجوزين چې په دې فرمان کې ددرج شوي بخښنې له ښيګڼو څخه ګته نه اخلي دهغو دحجز دريمه برخه دې تخفيف شي .
دشيدې خوړونکى ماشوم لرونکو ښځينه او دزيات عمر لرونکو بنديانو دمجازاتو بخښنه
دويمه ماده :
١))هغه ښځينه بنديانې چې دشيدې خوړونکي ماشوم لري او تر پنځوکلونو پورې په موده په بند محکومې شوي دهغو مجاواتو پاتې موده يې وبخښل شي او له بند څخه خوشى شي.
٢)) هغه ښځينه بنديانې چې لږ ترلږه شپيته کلني يا له دې څخه پورته بشپړه کړې وي او هغه نارينه بنديان چې پنځه شپيته کلنى يا له دې څخه پورته بشپړه کړي وي او دخپل بند څلورمه برخه يې په جېل کې تېره کړي وي دهغوي مجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه خوښي شي .
په صعب العلاجو ناروغيو داخته بنديانو بخښنه
دريمه ماده :
١)) په صعب العلاجوناروغيو هغه اخته بنديان چې دلاندې شرطونو لرونکي وي ، له بند څخه دې خوشى شي .
١_ دهغوى معالجه ممکنه نه وي .
٢_ دهغوى ناروغي خپل وروستى تګلورى وهلى وي .
٣_ دهغوى دروغتيا ښه والي او اعاده متصوره نه وي .
٢)) په صعب العلاجو ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په منظور په مرکز کې طبي هيئت په لاندې ترکيب سره جوړېږي .
١_ دعامې روغتيا وزارت دمعالجوي طب لوى رييس درييس په توګه .
٢_ دملي دفاع وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه .
٣_ دکورنيو چارو وزارت دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه
٤_ دملي امنيت دلوى رياست دروغتيايي چارو له رياست څخه متخصص ډاکتر دغړي په توګه
٥_ دازادۍ دسلب پرمحلاتو دڅارنې دڅارنوالى رياست استازى دناظرپه توګه .
٣)) په صعب العلاجو ناروغيو داخته بنديانو دتثبيت په منظور په ولايتونوکې طبي هيئت ددې مادې په ( ٢) فقره کې په درج شويو مراجعو پورې له اړوندو واحدونو څخه جوړېږي . دولايت دملي امنيت په اداره او ملي اردو کې دمتخصص ډاکتر دنه شتون په صورت کې ، داړوند ولايت دروغتيايي چارو رياست مکلف دى ، يوبل ډاکتر توظيف کړي .
٤)) دجېل اداره مکلفه ده ددې مادې په ( ١) فقره کې درج شوي ناروغان طبي هيئت ته وروپېژني او دناروغى دتصديق په صورت کې ، دهغوى سندونه روغتيايي عالي کمېسيون ته وړاندې کړي .
٥)) هغه شمېرمحکومين چې دولايتونو دطبي هيئت دتصميم پربنسټ ، صعب العلاج تشخيصېږي . دهغوى له سوابقو سره يوځاى مرکزي جېل ته لېږدول کېږي او په مرکز کې دروغتيايي عالي کمېسيون له تصميم څخه وروسته دراتلونکو اجرااتو لپاره دفرمان دتطبيق مرکزي کمېسيون ته محول کېږي .
دبنديانو دمجازاتو بخښنه او تخفيف
څلورمه ماده :
١)) هغه بنديان چې تر دووکلونو پورې په بند محکوم شوي دي دتېرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دهغوي دمجازاتو پاتې موده وبخښل شي او له بند څخه يې خوشى شي .
٢)) هغه بنديان چې له دوو کلونو څخه زيات تر څلورو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې دخپل بند څلورمه برخه موده يې په جېل کې تېره کړې وي ، دهغوى دمجازاتو پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه دې خوشى شي .
٣)) هغه بنديان چې له څلورو کلونو څخه زيات ترلسو کلونوپورې په بند محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دمجازاتو دريمه برخه يې په جېل کې تېره کړې وي ، دهغوى پاتې مجازات دې وبخښل شي او له بند څخه دې خوشى شي .
٤)) هغه بنديان چې ددې مادې د(١-٢-٣) فقرو په درج شويو کټه ګوريو کې نه شاملېږي دهغوى دبند دمجازاتو په موده کې دې په لاندې ډول تخفيف رامنځته شي .
١_ ددې مادې په ( ١) فقره کې ددرج شويو محکومينوپه مجازاتو کې دهغوى دبند دمودې له څلورو برخو څخه درې برخې .
٢_ ددې مادې په (٢) فقره کې ددرج شويو محکومينو په مجازاتو کې دهغوى دبند دمودې نيمايي برخه .
٣_ ددې مادې په ( ٣) فقره کې ددرج شويو محکومينو په مجازاتوکې ، دوه کاله .
٤_ له لسو کلونو څخه زيات ترشپاړلسو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې ، يونيم کال .
٥_ له شپاړلسو کلونو څخه زيات تر ديرشو کلونو پورې په بند دمحکومينو په مجازاتو کې ،يوکال .
دنظامي منسوبينو دبند دمجازاتو بخښنه او تخفيف .
پنځمه ماده :
١)) دملي اردو ، ملي پوليسو هغه افسران ، بريدملان ، ساتنمنان ) اوسرتيري ، دملي امنيت دلوى رياست او دنظامي تشکيلاتودنورو لرونکو وزارتونو اوادارو منسوبين چې تر دوو کلونو پورې په بندمحکوم شوي دي ، دتېرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې دهغوى دمجازاتو پاتې موده وبخښل شي او له بند څخه دې خوشى شي .
٢)) دملي اردو ، ملي پوليسو هغه افسران ، بريدملان ( ساتنمنان ) او سرتېري ، دملي امنيت دلوى رياست او دنورو نظامي تشکيلاتو لرونکو وزارتونو او ادارو منسوبين چې په اړوندو قطعاتو کې تريوکال پورې دتنفيذي بند په مجازاتو محکوم شوي دي په هغه صورت کې چې دخپل بند دمودې څلورمه برخه يې په قطعه کې تېره کړې وي دهغوى دبند پاتې موده دې وبخښل شي او له بند څخه خوشى شي .
٣)) هغه نظامي منسوبين چې دمحکمو په قطعي اووروستي حکم دتعطيل په بند په مجازاتو محکوم شوي دي ، دتېرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې دهغوى دبند پاتې موده وبخښل شي .
دزياتو جرمونو دمحکومينو تخفيف
شپږمه ماده :
دزياتو جرمونو هغه محکومين چې ديوې پريکړې په ترڅ کې په جلا جلا حکمونو او دقانون ديوې مادې پربنست په مجازاتو محکوم شوي دي ، دهغوى لپاره دې دمجازاتو له سرجمع څخه تخفيف اجرا شي .
دبخښنې او تخفيف دمحدوديت او ممنوعيت حالات
اوومه ماده :
١)) د ١٣٩٣ کال درسمي جريدې په (١١٣٢) ګڼه رسمي جريده کې دخپاره شوي جزايي اجرااتو دقانون د( ٣٥٠) مادې په ( ٢) فقره کې ددرج شويو جرمونو محکومين دصعب العلاجو بنديانو په استثنا ددې فرمان دبخښنې دښيګڼو څخه ګټه نه اخلي .
٢)) لاندې محجوزين اوبنديان ددې فرمان دتخفيف له ښيګڼو څخه ګټه نه اخلي .
١_ هغه محکومين چې له پنځوکلونوڅخه زيات په حجز يا له لسو کلونو څخه زيات په بند چې دهغوى دحجز يا بند له نيمايي مودې څخه زيات دتخفيف اوبخښنې دپخوانيو فرمانونو له امله ، تخفيف شوې وي ، خو داچې دهغوى دبند له يوکال څخه کم پاتې شوي وي .
٢_ دعمدي وژنې دجرمونومحکومين (داطفالو په استثنا ) خو داچې دمقتول ورثې ابرا کړې وي .
ابرا دعصر وراثت دوثيقې پربنسټ دمحکمې له خوا له ترتيب شوي ابرا خط څخه عبارت دى ، د ١٣٩٧کال له پيل کېدو څخه مخکې پريکړو کې درج شوي ابرا په دې حکم کې نه شاملېږي .
٣_ داداري فساد دجرمونو محکومين .
٤_ دنشه يي توکو اومسکراتو دجرمونو محکومين .
٥_ داعدام په جزا هغه محکومين چې دهغوى مجازات په بند تعديل شوي دي .
٦_ هغه محکومين چې په ر وان کال کې دهغوى د محکوم بها دحجز اويا بند په ميعاد کې تخفيف راغلى وي .
٧_ هغه محجوزين اوبنديان چې په حجز يابندسربيره دمال په رد يا دتاوان په جبيره کولو او په نغدي جزا هم محکوم شوي دي ، په هغه صورت کې چې ترلاسه شوى مال يا دمحکوم بها وجه متضرر ته ورکړى وي اوياورکړي . اويا دهغوى نيمايي جزا ددولتي واحد حساب ته تحويل کړى وي . يا تحويل کړي
ددې فرمان په لومړي ماده او دڅلورمې مادې په ( ٤) فقره کې ددرج شوى تخفيف له ښيګڼو څخه ګټه اخلي ، محجوزين اوبنديان مکلف دي دمحکوم بها وجه يا نغدي جزا دبل فرمان تر صادريدو پورې متضرر ته ورکړي يا په بانک کې تحويل کړي .
٣)) لاندې محجوزين اوبنديان ددې فرمان ددرج شوي بخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه ګټه نه اخلي .
١_ د ښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دقانون ددرج شويو جرمونو محکومين .
٢_ دجزا دکوډ د( ٤٥١) مادې ددرج شوې ځورونې دجرمونو محکومين .
٣_ دجزا دکوډ ( ٦٣٦-٦٣٧- ٦٣٩-٦٤٠-٦٤١-٦٦٨-٦٦٩-٦٧٠-٦٧١) مادو ددرج شويو جرمونو محکومين .
٤_ له ماشومانو پرته دجزايي جرمونو دقانون د( ١) ګڼه ضميمې دلومړى مادې ددرج شويو جرمونو محکومين .
٥_ دتښتونې او يرغمل نيونې دجرمونو محکومين .
٦_ دشوکمارى ( قطاع الطريقي ) دجرمونو محکومين .
٧_ دجزا دقانون د( ٤٥٥- ٤٥٦-٤٥٧) مادو او دجزا دکوډ د (٧٠٢-٧٠٣-٧٠٤) مادو ددرج شوي وسله والې غلا دجرمونو محکومين .
٨_ دلېږدونکي واسطې يا دلېږدونکې واسطې دلمبر پليت دغلا دجرمونو دمحکومين
٩_ دچپاولګري ( نهب ) دجرمونو محکومين .
١٠ _ دپيسو يا مال دغصب دجرمونو محکومين .
٤)) هغه محکومين چې په روان کال کې يې دازادى دسلب په محلاتو کې په ګډوډى ، اړو دوړ ، جګړې ، وژنې ، ورانکارى ، تيښتې او اعتصاب لاس پورې کړې دي چې په دغو محلاتو کې دنظم داخلال سبب شوي دي اويا نشه يي توکي پېرودلي يا پلورلې وي د ١٣٨٦کال درسمي جريدې په ( ٩٢٣) ګڼه کې دخپاره شوي جېلونو او توقيف خونو دقانون د( ٥٢) مادې دحکمونو په پام کې نيولو سره ددې فرمان دبخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه ګټه نه اخلي .
دنغدي جزا بخښنه
اتمه ماده :
هغه محکومين چې ددې فرمان دبخښنې او تخفيف له ښيګڼو څخه ګټه اخلي او په حجز يا بند سربېره په نغدي جزا هم محکوم شوې وي ، دهغوى دنغدي جزا نيمايي دې وبخښل شي . بهرني محکومين له دې کار څخه مستثني دي .
دحکم قطعيت :
نهمه ماده :
دحکم قطعيت دقضاييه قوې دتشکيل او واک دقانون دڅلورمې مادې د (١٠) جز پربنسټ دمحکمې دحکم دصادرېدو له نېټې څخه اعتبار لري .
دحق العبدي دعوي اقامه
لسمه ماده
ددې فرمان دحکمونو تطبيق داشخاصو دحق العبدي دعوي داقامې خنډ نه ګرځي .
دښځينه محجوزينواو بنديانو تسليمي
يوولسمه ماده
١)) دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو او دجېلونو ادارې مکلفې دي ، محجوزين ( نارينه اوښځينه ) او هغه ښځينه بنديانې چې ددې فرمان له حکمونوسره سم دحجز يابند څخه خوشى کېږي ، له احوالو سره سم دهغوى والدينو يا قانوني ممثل اويا شرعي محارمو ته تسليم کړي .
٢)) دکار او ټولنيزو چارو مکلف دى ، دهغو محجوزينو لپاره چې والدين ، قانوني ممثل اويا شرعي محارم ونه لري ، په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي .
٣)) دښحځو دچارو وزارت مکلف دى ، دهغو ښځينه بنديانو لپاره چې ددې فرمان له حکمونو سره سم له بند څخه خوشى کېږي ، دهغوى په خوښه ددوى دشرعي محرم ترپيداکېدو پورې ، په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې مناسب ځاى تدارک کړي .
تطبيقوونکې مرجع
دولسمه ماده :
١)) ددې فرمان دحکمونو دتطبيق په منظور دې په مرکز او ولايتونوکې په لاندې ترکيب سره کمېسيونونه جوړ شي .
١_ په مرکز کې دبند او حجز دبديلو حکمونو پرتنفيذ دڅارنې دڅارنوالي لوى رييس او په ولايتونوکې داستيناف څارنوالى رييس درييس په توګه
٢_ دملي اردو دبنديانو په برخه کې دملي دفاع وزارت استازى دغړي په توګه .
٣_ دښځينه محجوزينو او بنديانو په برخه کې دښځودچارو وزارت استازى دغړي په توګه
٤_ په مرکز کې دمرکزي جېل ( پلچرخي ) رييس او په ولايتونوکې د بنديانوپه برخه کې دجېل آمر دغړي په توګه
٥_ دملي امنيت دلوى رياست استازى دغړي په توګه .
٦_ دمحجوزينوپه برخه کې دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو آمر دغړي په توګه
٧_ دکورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دڅارنوالى رياست استازى دغړي په توګه
٨_ دنشه يي توکواومسکراتو دجرمونو داختصاصي څارنوالى استازى دغړي په توګه
دتخفيف اوبخښنې دشرطونو لرونکو محکومينو دلست برابرول
ديارلسمه ماده
١)) ددې فرمان دتطبيق کمېسيونونه موظف دي ، دتخفيف اوبخښنې دشرطونو لرونکو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده تر پنځو کلونو پورې وي ، په مرکز او ولايتونوکې برابر او دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى خارنوالي دمنظوري لپاره دڅارنوالى ادارې ته وړاندې کړي .
چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دلوى څارنوالى له منظورى څخه وروسته دتطبيق وړ دى .
٢)) ددې فرمان دتطبيق کمېسيونونه موظف دي ، دتخفيف اوبخښنې دشرطونو لرونکو محکومينو لست چې دهغوى دمحکوميت موده له پنځو کلونو څخه زيات تر ديرشو کلونوپورې وي په مرکز او ولايتونوکې برابر او د څارنوالى ادارې ته ولېږي اودڅارنوالي اداره مکلفه ده ، لېږل شوې لستونه تدقيق او توحيد کړي .او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دمنظورى لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
انفاد
څوارلسمه ماده
دغه فرمان د ١٣٩٨ کال دلړم له ١٨ نيټې څخه نافذېږي .
ختم_ ف _ اکرم