فراه کې ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي
کابل، د چنګاښ ۱۷ مه، باختر
د فراه ولایت ځایي مسوولینو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي، چې د ۴۰ متره مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او چارې به یې په دوه میاشتو کې بشپړې او د یاد کلي ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي
هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې هم د یاد ریاست له لوري د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د اوبو رسولو یوشمېر شبکې جوړې او سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې وې.
په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي د یادو پروژو په پلي کولو خوښي څرګندوي او د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.