فراه کې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د فراه ولایت د مرکز اړوند په خرمالق کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ باختر آژانس ته ویلي چې دغه پروژه د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې دغه شبکه ۴۰ متره مکعبه اوبه ذخیره کوي او د سیمې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي.
بلخوا، د خرمالق کلي اوسېدونکو یار محمد او عبیدالله له اسلامي امارت څخه مننه کړې او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.