خبرونهټولنه

فراه کې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر 

د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز خرمالق کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړوېدو د چارو د پيل خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسيم سرهنګ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په مرکز خرمالق کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د رغولو چارې پيل شوي، چې پر مټ یې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې په پلي کولو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته