فراه کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابریږي
کابل د زمري ۱۱مه، باختر
د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابریږي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.