فراه کې یو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
کابل، د مرغومې ۲۹مه، باختر
فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي کې د اسلاميک ريلیف مؤسسې له لوري د ۱.۸ ميليونو افغانيو په لګښت يو استنادي دېوال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د یاد دېوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې په فراه کې د اسلاميک ريليف مؤسسې ولايتي مسؤل انجينر سهراب اميني وويل؛ چې ياد دېوال د ۱۲۰ متره په اوږدوالي، ۲متره پلنوالي او ۲ متره لوړوالي په درلودلو سره د یو.ان.ډي.پي مؤسسې په مالي ملاتړ د ۲مياشتو په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د دې استنادي دېوال په جوړېدو سره به ۵۰۰ کورنۍ او ۲۰۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه د سېلابونو د راوتلو له زيانونو څخه وژغورل شي.
ورته مهال بالابلوک ولسوال مولوي سعاد د يادې پروژې په پلي کېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ د اسلاميک ريليف مؤسسې له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د يادې ولسوالي د ولسي وګړو لپاره دې د څښاک پاکو اوبو په چمتو کولو کې هم هڅې وکړي.