خبرونهامنیت

فراه کې وسلې او مهمات نیول شوي 

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر

له فراه ولایت څخه باختر اژانس ته په رارسېدلو معلوماتو کې راغلي، چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند پنځمې سرحدي لوا کشفي منسوبینو د فراه ولایت په پشمکي سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

نیولې شویو وسلو او مهماتو کې ۱۳ميله راکټ، يو ميل هاوان، دوه ميله پيکا، يو ميل کلاشينکوف، يو ميل اګايس، دوه ميله سل ډزي او ګڼ شمېر نور مهمات شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته