فراه کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې دایاک معاونیت ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
په فراه ولایت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديریت له لوري د داياک معاونيت ته د ۴۰ میله سپکو او درنو وسلو ترڅنګ ګڼ جګړه ييز توکي هم وسپارل شول.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالسلام حنظله باختر آژانس ته وویل چې په تېر يوه کال کې د ياد مديريت د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري د بېلابېلو کشفي راپورونو او عملياتو په ترڅ کې ۴۰ ميله سپکې او درنې وسلې او نور نيول شوي جګړه ييز توکي د جنايي پيښو پر وړاندې د مبارزې مديریت اړوند د داياک معاونيت ته وسپارل شول.
حنظله همدارنګه زياته کړه، چې په يادو نيول شويو وسلو کې د ۱۷ کلاشينکوفونو، ۱۲ تومانچې، (۵ وړې قلمي تومانچې، یو سل ډزی، یولس ډزی، (یو ساده او یو امريکايي قمرشکن، یو بم افګن او د شاوخوا ۶۰۰۰ ډول ډول مرميو ترڅنګ ګڼ ماينونه، د ماينونو آلې او نور جګړه ييز توکي هم شامل دي.
نوموړي ټولو هغو کسانو ته، چې په غير قانوني توګه وسلې ګرځوي د خوندي او ډاډمن امنيت ډاډ ورکوي او وايې چې د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه الله» د فرمان د عملي کولو په موخه له خپلې غير قانوني ساتل شوې وسلې اړوند ارګان ته وسپاري.