خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه کوچني بند رغنیزې چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اسلامیک ریلیف موسسې له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند «چیکډېم» رغنيزې چارې پېل شوې.
په فراه ولایت کې د اسلاميک ريليف مؤسسې ولايتي مسؤل انجينر سهراب اميني بيا وايې چې یاد چیکډېم په سیاه ځنکل سیمه کې د ۷۰ متره اوږدوالی، ۵.۵ متره لوړوالی لري چې شاوخوا ۱۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
ټاکل شوې د یاد بند چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
بل خوا د سيمې اوسېدونکي بيا د دې بند په رغولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په ياده سيمه کې د روغتيايي مرکز او ښوونځي د رغېدو غوښتنه هم کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته