فراه کې د ۷۵۰ زره ډالرو په لګښت ۲۱ کرنیزې پروژې پلې شوې دي

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې یې د ۷۵۰ زره ډالرو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د یاد ریاست اړوند یو مسوول توريالی نوري باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژې د مرکز په ګډون په بالابلوک، خاکسفید، فراهرود، پشترود، ګلستان، او بکواه ولسوالیو کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له انکشافي بودیجې څخه پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، سربندونو، چکډېمونو، کانالونو، ترینچونو، پلچکونو، څاه ګانو او نورو ساختماني چارو جوړول شامل دي، چې په کې زرګونو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شوې او له امله یې زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبېږي، د خاورې تخریب او سېلابونو مخه نیول کېږي، د ځمکې لاندې اوبه ذېرمه کېږي او د سیمه ییزو کروند ګرو اقتصادي وضعیت ښه کېږي.
د فراه د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د سربندونو او استنادي دېوالونو په برخه کې د ۵ ورته نورو پروژو چارې روانې دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته