فراه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو مسلخ او ګنج جوړېږي

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د فراه ولایت په مرکز کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څارويو د حلالولو لپاره د يوه معياري مسلخ او ګنج جوړولو چارې پيل شوې دي.
د فراه ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امر انجنیر شاه محمود جلالي باختر اژانس ته وویل چې دغه مسلخ د ښاروالۍ له پرمختیايي بودیجې څخه د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت په اتمه ناحیه کې پر ۴۵ جریبه ځمکه د یوه مسلخ او ګنج د جوړولو چارې پيل شوي چې د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې دغه پروژه د حلقوي بلوار سړک شمالي لوري ته، د ښار له مرکزي سړک څخه يو کیلو متر لرې موقعیت لري، چې د څارویو د حلالولو او د پېر او پلور لپاره به یو معیاري ځای وي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او سوداګر په ډاډه زړه کولای شي په هره برخه کې پانګونه وکړي.