فراه کې د ۶ زونونو په کچه د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

په فراه ولایت کې د ۶ زونونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د عدالت فراه لوبډلې په بریای پای ته رسېدلې دي.

يادې سيالۍ د باران رحمت خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د هېواد په کچه د ۶ زونونو اړوند د عدالت فراه، سرسبز فارياب، استقلال بغلان، عقابان پروان، پامير غزني او پيداګوژي ننګرهار لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، چې د مينه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوې.

هېره دې نه وي، چې په يادو لوبو کې د عدالت فراه لوبډله اتله او د سرسبز فارياب لوبډله نايب اتله او د افغانستان اتلانو ليګ (ACL) ته يې لاره وموندله.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې یو شمېر دولتی ادارو مسوولینو، ځوانانو او د فوټبال ورزش مینه والو هم ګډون کړی و.

د یادو سیاليو په پایلوبې کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د هرات مرستيال والي مولوي مهاجر فراهي په خپلو خبرو کې یې ځوانان د ټولنې بنسټیزه برخه وبلله او زياته يې کړه، هغه لوبې چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، د ټولنې د سمون لامل ګرځي.

نوموړي همدارنګه په ټولنه کې د کمزوري او ناروغ انسان په پرتله روغ او ځواکمن انسان د الله (جل جلاله) ښه عبادت کوونکی او د بېوزلو لاس نیونکی وباله.

ورته مهال د افغانستان د فوټبال فدراسیون استازي محمد طاهر «رؤفي» بيا د يو لړ موضوعاتو د څرګندولو ترڅنګ د فراه ولایت د فوټبال لوبغالي د مصنوعي چمن د جوړېدو ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته