فراه کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د مرغومې ۲۹مه، باختر
د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښځینه وو د یوې دیني مدرسې او استادانو لپاره د ۲ کورونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
فراه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست رئیس محمد عبدالحی سباوون باختر آژانس ته وویل چې د دې ولایت د پشترود ولسوالۍ په ګجګین کلي کې د یو تن جهادي مشر ملا نعمت الله معصوم او ځینو نورو اسلامپالو کسانو په شخصي لګښت د يوې ښځينه ديني مدرسې ترڅنګ د استادانو لپاره د دوو کورونو د بنسټ کېښودل شوه.
سباوون زیاته کړه چې يادې ودانۍ چې په يو وخت کې د ۵۰۰ تنو زده کوونکو د ځايولو وړتيا لري چارې به يې د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته