فراه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسان مړه شوي
کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د فراه ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شيخ ابونصر فراهي بندر کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رئيس محمد عبدالحی سباوون باختر آژانس ته وویل چې د دې ولايت په شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د يو فيلډر او اکسور موټر د ټکر له امله ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سباوون د یادې پېښې د لامل په تړاو څه ونه ویل خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.