فراه کې د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې
کابل, د لېندۍ ۳ مه, باختر
د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د آب خرما سیمې د عزیزالله په کلي کې د څه باندې ۲ میلیونه ۲۳ زره افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمد نسیم سرهنګ باختر آژانس ته ویلي چې یاد بند د ۳ میاشتو په موده کې د ۳۱ متره اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي په درلودلو سره جوړ شوی, چې د ۱۰ زره ۸۰۰ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
دغه بند به د سېلابونو د اوبو مهارولو ترڅنګ د سیمې د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړولو او د کرنې ودې لپاره ګټور ثابت شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې غوښتنه کړې، چې د اوبو د ذخیره کولو او د کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.