خبرونهټولنه

فراه کې د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د غوایی ۲۶ مه، باختر

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ولسي وګړو له لوري د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د عیدګاه جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون د باخترآژانس خبریال ته وویل:« اړتیا ته په کتو سره یاد جومات د ولسي وګړو له لوري پر ۲۰ جریبه ځمکې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي».

په ورته وخت کې یو دیني عالم مفتي محمد عوض وویل، چې ولسي وګړي د یاد عیدګاه جومات جوړېدو ته لېواله دي او هڅه کوي چې ژرترژره یې د رغېدو چارې بشپړې کړي.

له بلې خوا یوه قومي مشر شیخ احمد اکا د یو لړموضوعاتو د څرګندونو ترڅنګ د یاد جومات په جوړېدو کې له سیمه ییزو مسوولینو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته