خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې د څه باندې ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

کابل، د تلې ۴ مه، باختر

د فراه د اقتصاد ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې په تېرو ۶ میاشتو کې د څه باندې ۲۸ میلیونه ډالرو په لګښت د ۵۶ بېلابېلو ټولګټو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس مولوي جمال الدین جلالي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په دغه ولایت کې په تېرو ۶ شپږو میاشتو کې د ۲۸ ميليونه ۳۰۸ زره ۲۶۲ ډالرو په لګښت ۵۶ ټولګټې پروژې پلې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په دې پروژو کې ۱۱ زره ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته