فراه کې د څارویو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

د فراه امنیتي مسوولینو ایران ته د ۳۵ غواګانو او د ۹۵ پسونو د قاچاقو د مخنیوی خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په خبره یو سړي غوښتل چې ۳۵ غواګانې او ۹۵ پسونه ایران ته قاچاق کړي، چې د یاد ولایت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د پنځمې سرحدي لوا د کشفي او استخباراتي مسوولینو له لوري د یاد ولایت د لاش او جوین ولسوالۍ په پشمکي سیمه کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یادې قول اردو د کشفي او استخبارتي مسوولینو له لوري ایران ته د څارویو د قاچاقو مخه نیول شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته