خبرونهاقتصاد

فراه کې د لس میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۱۹ مه، باختر

د فراه سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مدير مولوي مطيع الله د باختر آژانس خبریال ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې د (یو.ان.دي.پي) موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت  دوه استنادي دېوالونه د ۶۱۰ مترو په اوږدوالي  په سیاه قلعه او جوی سفید کلیو کې جوړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو دېوالونو چارې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوي چې په دې سره شاوخوا ۶۰۰ کورونه او ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه په امن شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په یادې هرې پروژې کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته د کارزمینه برابره شوې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته