سیاستخبرونهفرهنګTOP

فراه کې د خپلواکۍ تر عنوان لاندې کلنۍ مشاعره ترسره شوه

کابل د زمري ۲۷مه، باختر

د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د خپلواکۍ تر عنوان لاندې کلنۍ مشاعره ترسره کړه.

د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو په دغه ولایت کې د اسد ۲۴ مې ورځې په ویاړ د خپلواکۍ ترعنوان لاندې کلنۍ مشاعره تر سره کړه، چې د هېواد له  بېلابېلو ولایتونو څخه د راغلو شاعرانو لیکوالانو پکې ګدون کړی و، چې په ښایسته شعرونو او ترنمونو په ویلو سره ترسره شوه.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون ورته مشاعرې د هېواد د وګړو او شاعرانو ترمنځ د یووالي د زیاتوالي لپاره مهمې وبللې او داسې مشاعرې د شعر او ادب ته د شاعرانو په هڅونه کې مرسته کولای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته