کابل د تلې ۱۱مه، باختر
په فراه ولایت کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیتسنې ته وسپارل شو.
د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د اوبو یو کوچنی بند د ۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د ۲۴۰۰۰ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
باید وویل شي چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.