فراه؛ د ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۰ مخابراتي سایټونو د فعالولو ترڅنګ ۱۱ نور مخابراتي سایټونه هم جوړېږي.
د یاد ریاست رییس ملاعبدالمجید ابوذر باختر آژانس ته وویل، چې د فراه په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي او د ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱ نور سایټونه هم په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژو چارې به په راتلونکو ۱۰ میاشتو کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، چې د بکواه، فراهرود، پرچمن، او ناردرې ولسوالیو لپاره هم ۵ مخابراتي آنتنونه منظور شوي دي.
باید وویل شي چې اوس مهال د اسلام‌آباد د ساه کلا او ګورزنک سیمو کې د ۲ آنتنونو جوړولو چارې هم دوام لري، چې ټاکل شوې په راتلونکو ۲ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د روان ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کې د فراه د مخابراتو ریاست ۵۱۰ زره ۶۱۶ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې ۱۳۵ زره ۶۱۶ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته