فراه؛ د ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

کابل د لړم ۱۴مه، باختر

د فراه ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولین وایي، چې یاد ریاست د روان کال په دوهمه ربعه کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ بېلابېلې پروژې یې پيل کړې دي.

د یاد ولایت ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد د یاد ریاست د دوهمې ربعې د لاسته راوړنو او ترسره شویو کړنو د حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې دغه ریاست د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ بېلابېلې پروژې پيل کړي او ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړې چې یاد ریاست د روان کال په لومړۍ ربعه کې له مرکزي عوایدو ۹ میلیونه او په دوهمه ربعه کې ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله یې په عواېدو کې ۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې فراه ولایت د ښاروالې په راتلونکو پلانونو کې د فراهي وګړو د هوساينې لپاره د څارويو د حلالولو د ځای (مسلخ) او په ښاروالۍ رياست کې د يو معياري جومات د رغولو ډاډ هم ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته