فراه؛ د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د دلچشپ په نوم د خوراکي توکو یو تولیدي شرکت پرانيستل شو

کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د فراه ولایت په مرکز کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې د دلچشپ په نوم د خوراکي توکو او مشروباتو تولیدي شرکت پرانیستل شو.
د یاد شرکت مسوول جواد غفوري باختر آژانس ته وویل، چې دغه شرکت په ورځني ډول ۲۵۰۰ بستې اوبه او د امو جوس تولیدوي او ۴۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل، چې له پانګوالو او سوداګرو سره د برېښنا، مالیاتو کمولو، او بازارموندنې په برخو کې مرسته وکړي.
غفوري له ملي سوداګرو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته مخه کړي، څو د هېواد اقتصاد لا پیاوړی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته