فراه؛ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د څه باندې ۱۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۳ پروژې پلې کړې دي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د فراه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې د ۱۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۳ بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محمدي وایي چې د انکشافي بودیجې له لارې ۴۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰ کوچني ذخیروي بندونه جوړ شوي او همدارنګه د همکارو موسسو په مالي ملاتړ ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۳ شبکې جوړې شوې، چې پر مټ یې ۳۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
دغه راز، د یادو پروژو په ترڅ کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د دې ترڅنګ، د خوړو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ ۱۲۳ زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.