فراه؛ د لوړو زده کړو مؤسسه کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور لابراتوارونه فعال شول

کابل، د مرغومي ۳۰ مه، باختر
د فراه ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې مسوولین وایي چې په دې مؤسسه کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت څلور څېړنیز لابراتوارونه فعال شوي دي.
د لابراتوارونو د پرانیستې په مراسمو کې د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې مرستیال مولوي عبدالنافع منیب وویل چې دا څېړنیز لابراتوارونه د کرنې، فزیک، کیمیا، او بیولوژۍ څانګو لپاره جوړ شوي دي.
مولوي منیب د دغو لابراتوارونو شتون په عملي زده کړو کې یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به زده کړیالان د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې او څېړنې هم ترسره کوي، چې دا به د دوی د زده کړو کیفیت لا ښه کړي.
په ورته وخت کې یو شمېر زده کړیالانو د دغو لابراتوارونو د فعالېدو هرکلی وکړ او وې ویل چې تر دې وړاندې د مجهزو لابراتوارونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو اوس یې دا ستونزه په بشپړه توګه هواره شوې ده.
د ځايي مسوولینو په وینا د څېړنیزو لابراتوارونو فعالول د لوړو زده کړو په برخه کې د کیفیت لوړولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.