فراه؛ د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو د سيخ تړلو چارې بشپړې شوې
کابل، د لېندۍ ۲۳ مه، باختر
د فراه ولایت د فراه – فراهرود سیندیزې حوزې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د سیخ تړلو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د فراه ولایت د فراه – فراهرود سیندیزې حوزې رئیس ملا برهان الدین مینوال ویلي، د بخش اباد بند د رغنیزو چارو د پرمختګ ترڅنګ د انحرافي تونلونو د سيخ تړلو چارې بشپړې شوې او د قالب بندۍ چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادونې وړ ده چې هغه دغه څرګندونې د بند د رغنیزو چارو د څارنې پر مهال کړې دي.