خبرونهنړۍ

فرانسه د فلسطین رسمیت پېژندلو ته تیاره ده

نړۍ، د غبرګولي ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل ماکرون د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولتز سره د خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې هېواد یې د فلسطیني دولت رسمیت پېژندلو ته تیار دی.

نوموړي ویلي، چې دغه ګام به په یو مناسب او ګټور وخت کې واخلي.

پرون درې نورو اروپایي هېوادونو هسپانیا، ناروې او ایرلنډ هم د فلسطین د رسمیت پېژندنه په رسمي ډول اعلان کړه.

د فلسطین د رسمیت پېژندنې لړۍ په داسې مهال روانه ده، چې اکثریت ځمکې یې غصب دي او دا وخت صهیونست رژیم پرې واک لري.

فرانسې دغه اعلان په داسې مهال کړی، چې اسرایلي ځواکونه په غزه او ځانګړې توګه رفح ښار کې د ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته