بروکسل باختردتلې د مياشتې ٢٢ نيټه :
د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست مسوولې، لومړى رسمي مقام وايي چې د دونالد ترامپ له وينا وروسته يې له ډيل پرته په بروکسل کې د دغې وينا پرخلاف غبرګون وښود.
ميرمن موګريني وويل: موږ نه شو کولاى د نړيوالې ټولنې په توګه د هغې موافقې د له منځه وړلو لګښت ورکړو چې په دې لاره کې کارکوي.
ده زياته کړه: دايوه دوه اړخيزه موافقه نه ده .
نړيوالي ټولنې او د اروپا اتحاديې په ډاګه افشا کړې ده چې دغه موافقه پرځاى ده او پرځاى به وي.
ده ټينګار وکړ: هيڅ هېواد نه شي کولاى په يوازيتوب سره برجام لغوه کړي.
ميرمن موګريني وويل: د ايران په باره کې د ترامپ له وينا څخه وروسته له ځنډ پرته د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس ټيلرسون سره خبرې وکړې.
ميرمن موګريني په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د اټومي موافقې په باب د خبرو په وروستي پړاوکې د مرکچي هيئت مشرتوب په غاړه درلود.
د اروپا د اتحاديې د بهرني سياست د مسوولې غبرګون د ښاغلي ترامپ د تيرې شپې د غبرګون په باب و .
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس تېره شپه د ايران په وړاندې د واشنګټن نوې ستراتيژۍ اعلام کړه او په دې بيان سره چې نشي کولاى له نړيوالو قدرتونو سره د دوه کاله مخکې په اټومي موافقې د تهران پابندي تائيدکړي؛ وويل چې دغه موافقه زيات نواقص لري، خو له هغې څخه د وتلو په باب يې خبرې و نه کړي.
پاى ش ذ
0 1 دقیقه لوستل