فاطمه ګيلاني : په هيواد کې دژمي له امله داحتمالي پيښو دځواب ورکولو لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي دي .
کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې رييسيه فاطمې ګيلاني وايي د هوا په سړو سيمو کې دهوا دسړښت له امله احتمالي پيښو ته دځواب ورکولو لپاره هراړخيز تدبيرونه نيول شوي دي .
دې وويل : ددغې ټولنې زياته پاملرنه زيانمنونکو او ناامنو سيمو ته چې دولت په اساني سره په دغو سيمو لاسرسي نه شي موندلى، اړول شوى دى .
فاطمې ګيلاني چې په دې باب يې دباختر اژانس له خبريال سره خبرې کولې څرګنده کړه : چې په ټولوولايتونوکې دخوراکي موادو ، جامو ، درملو او دخلکو دنورو اړتياو کافي زيرمې جوړې شوي دي . او دواورې دښويدنې ، سيلاونو ، دلارو بنديدو اونورو پيښو په شان دطبيعي پيښو درامنځته کيدو په صورت کې به په اړو او مصيبت ځپلو کسانو وويشل شي .
فاطمې ګيلاني څرګنده کړه : چې په ټول هيواد کې څلويښت زره تنه روزل شوي رضاکاران دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې دکارکوونکو ترڅنګ دطبيعي پيښو درامنځته کيدو په حالاتو کې خلکو ته دلومړيو مرستو ترسره کولو ته چمتو دي . دغه رضاکاران له طبيعي پيښو څخه دهغوى دسراو مال دساتنې لارې چارې ورزده کوي .
دې وويل : رضاکاران په خپلو سيمو کې روزل شوي دي . چې داړتيا په صورت کې دخپلو سيمو دخلکو مرستې ته وډانګي .
فاطمې ګيلاني دغه راز داډوکو ماتوونکو او سوځيدنې په ناروغيو داخته ماشومانو دتداوي په لاره کې دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې دفعاليتونو يادونه وکړه . چې هرکال دوه ځلې له اويا څخه تر يو سلو ديرشو تنو پورې په دغو ناروغيو اخته ماشومان دالمان دسولې دکلي په مرسته ددرملنې لپاره دغه هيواد ته استوي .
دغه راز هغه ماشومان چې دزړه دسورى په ناروغي اخته دي دافغاني سري مياشتې دټولنې اود دولت په لګښت تداوي کيږي .
دې وويل : له دريو کلونو راپديخوا چې د زړه دسورى په ناروغي داخته ماشومانو په درملنې پيل کړې ده تراوسه پورې دوه زره تنه ماشومان ددغې ټولنې په مرسته تداوي شوي دي .
فاطمې ګيلاني څرګنده کړه چې تراوسه پورې درې زره اخته ماشومان ددرملنې په تمه دي . خو دوي لپاره زياتې پانګې ته اړتيا شته .
دې وويل : په همدې مقصد په کال کې دافغاني سري مياشتې ټولنه يو مليون ډالره او دولت يو مليون ډالره مرسته کوي .
خو دماشومانو ددرملنې لپاره په کال کې دريو مليونو ډالروته اړتيا شته . او په دې لاره کې که چيري دهيواد بډاي خلک مرسته وکړي د ماشومانو د درملنې لپاره دپيسو دکمښت ستونزه لري کيږي .
دى وويل : چې دزړه دسوري په ناروغي په اخته ماشومانو دجراحي عمليات په کابل کې دفرانسويانو دماشومانو په روغتون او ځينې يې په بهرنيو روغتونونوکې دجراحي عمليات ترسره کيږي .
خو جمهور رييس کرزي ددې زمينه برابره کړه چې دجراحي دغه شان عمليات په کابل کې دملي امنيت په روغتون کې هم ترسره شي .
فاطمې ګيلاني زياته کړه چې په هره اوونۍ کې له پنځو څخه ترلسو پورې په دغه ناروغي اخته ماشومان زموږ په لست کې شامليږي .
دې وويل چې د بې وزلو دمرستې او ملاتړ په لاره کې هم دغه ټولنه رول ترسره کوي . او يو زيات شميردغه شان افراد دهيواد دزونونو په پنځو مرستونونو کې ترملاتړ لاندې دي .
دې په مرستونونو کې دشاملو افرادو ددقيق شمير په باب څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې ړانده کسان په مرستونونو کې دتل لپاره ترملاتړ لاندې نيول کيږي . خو يوشمير نور چې حرفي زده کوي او ترهغو پورې چې په خپلو پښو ودريږي په مرستونونو کې ترملاتړ لاندې وي .
فاطمې ګيلاني څرګنده کړه چې دافغاني سري مياشتې عالي ټولنه دنړيوال سره صليب اود سري مياشتې په ټولنه کې ديو سلو اته اتيا ټولنو ترمنځ دپنځلسو غوره سري مياشتو په جمله کې وټاکل شو اودسيمې دهيوادونو دسکرترجنرالانو په غونډه کې چې دوه اوونۍ مخکې په پاکستان کې جوړه شوه دافغاني سري مياشتې عالي ټولنه دويم ځاى ونيو. او دغه راز دسري مياشتې دنويمې کاليزې دنمانځلو په غونډه کې دايران داسلامي جمهوريت کې يې ددغه هيواد دسري مياشتې دسولې او دوستي لومړي درجه جايزه ددغه هيواد دجمهور رييس له خوا دافغاني سري مياشتې دعالي ټولنې رييسې ته ورکړشوه .
فاطمې ګيلاني دباختر اژانس له خبريال سره په دغوخبرو کې له رضاکارانو ځوانانو څخه وغوښتل چې زياتره سپورت ته مخه وکړي او په دې برخه کې افغاني سري مياشتې ټولنه دځوانانو ملاتړ کوي . ځکه دورزش له لارې دافغاني سري مياشتې دبشر دوستانه اوناپيلتوب پيغام ټولو خلکو ته رسوي .