کابل، د وږي ۲۰ مه، باختر
د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د نږدې ۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي محمد طاهر جواد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په قیصار ولسوالۍ کې د ناروې کمیټې په مالي ملاتړ د ۶۹ زره ۹۰۴ امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد ښوونځي کې به ۶ تدریسي او یوه اداري خونه، د اوبو رسولو سیسټم او نور اړین ملحقات جوړ شي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي.