کابل د زمري ۱۷مه، باختر
د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د نږدې ۵ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس قاري نقیب الله حنفي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ریاست د مسلکي ټیم له لوري په دغه ولایت کې ۴.۷ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.
ورته مهال د فاریاب اوسېدونکي د صنعت او سوداګرۍ له دغه کاره ستاینه کوي او له مسوولینو یې وغوښتل په بازار خپل کنترول زیات کړي تر څو په بازار کې د تاریخ تېره توکو د پلور مخه ونیول شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ