خبرونهټولنه

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د فاریاب ولایت د میمنې ښار په شپږمه ناحیه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي باختر آژانس ته وویل، چې دغه پېښه د میمنې ښار د شپږمې ناحیې په نو امام صاحب سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته