خبرونهټولنه

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غوایی ۱۸ مه، باختر

د فاریاب د مرکز میمنې- المار ولسوالۍ پر لار د یوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو له امله یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو باختر اژانس ته ویلي، چې د میمنې – المار ولسوالۍ پر لار په کوتل الملیک سیمه کې یو فلانکوچ ډوله موټر له سړک څخه اوښتې چې پایله کې یې یو تن مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته